افغانستان

پښتونخوا کې د تورخم په ګډون له افغانستان سره ټولې لارې سبا خلاصيږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۷ تله، ۱۳۹۹ل): شپږ مياشتې مخکې وروسته له هغه چې په نړۍ کې د کرونا وبا خپره شوه، ګڼ شمېر هيوادونو خپلې ورځنۍ چارې وځنډولې او ورسره له يو هيواد څخه بل ته سفرونه او تګ راتګ هم وځنډېد.

افغانستان هم يو له هغو هيوادونو و چې په لومړي سر کې ايران او بيا پاکستان ورسره د تګ راتګ لارې وتړلې او د کرونا ناروغۍ د مخنيوي لپاره يې له يو هيواد څخه بل ته په سفر کولو بنديز ولګاوه خو اوس د کرونا د ختمېدو سره حالات عادي لور ته روان دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ويلي دي چې د سه شنبې له ورځې به د تورخم په ګډون د خيبر پښتونخوا ټولې ګډې لارې د مسافرو پر مخ پرانيستل شي.

محمد صادق ويلي دي چې دوی به له کرونا وروسته ډېر ژر عادي حالت ته ور ورګرځي او د لارو د خلاصون په اړه يې اړوند چارواکو ته خبر داری ورکړی دی.

هغه ويلي دي چې د تورخم لار به د سه شنبې، چهارشنبې، پنجشنبې او شنبې په ورځ پرانيستل شوې وي.

باید وويل شي چې د تورخم دروزاه له تېرو څه باندې شپږ مياشتو راهيسې د کرونا له امله تړل شوې ده چې له امله يې دواړو لوريو ته خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

څو ورځې وړاندې هم په لنډيکوتل کې د تورخم د مزدورکارانو اتحاديې مشرانو په يوه غونډه کې د پاکستان له حکومت څخه غوښتې وو چې د تورخم لار دې د پيدل خلکو د تګ راتګ لپاره پرانيزي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x