افغانستان

غزني کې د توپچي برید له امله ۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ تله، ۱۳۹۹ل): د غزني ولایت په مرکز کې پر یو کور د هاوان مرمۍ پرېوتو له امله لږ تر لږه ۳ تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.
دا پېښه تیره ورځ ناوخته د غزني ولایت مرکز «نواباد» سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د استوګنې پر یوه کور د هاوان مرمۍ ولګېده.

دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغه پېښه کې ۳ تنه وژل شوي او په نښه شوی کور هم نړېدلی دی.

که څه هم دفاع وزارت ددې پېښې پړه په طالبانو اچولې؛ خو طالبانو بیا په دغه پېښه کې لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې په توپچي بریدونو کې د ملکي خلکو په نښه کول د دولتي عسکرو وروستۍ «حربه» چې غواړي په دې توګه د سولې پروسه سبوتاژ کړي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې دولتي عسکرو په ولسي خلکو او تعلیمي مراکزو «ړندو» بمباریو او توپچي بریدونو ته زور ورکړی، چې له امله یې د ملکي تلفاتو کچه هم زیاته شوې.

د چارو شنونکي په دې باور دي چې د بین الافغاني مذاکراتو په درشل کې د تاوتریخوالي او پوځي عملیاتو شدت ښايي مذاکراتي پروسه تر خپل سیوري لاندې راولي او کیدای شي چې ددې پروسې د ناکامۍ لامل هم وګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x