افغانستان

ناڅرګندو کسانو د فراه د مرکزي جامع جومات خطیب په ډزو و واژه

نن ټکی آسیا: ناڅرګندو وسلوالو کسانو د فراه د مرکزي جامع جومات امام او خطيب مولوي مومن پر ډزو وژلى دى.

د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند جاوېد کارګر او د والي ویاند جاوید افغان په یوه ګډه وویل،  چې مولوي مومن تېره ورځ د ماښام لمانځه تر ادا کولو وروسته خپل کور ته پر لاره و، چې د دوو مخ پټو موټرسايکل سپرو له خوا پرې ډزې وشوې.

د چارواکو په وینا،  چې ٦٥ کلن مولوي مومن په بريد کې سخت ټپي شوى و، خو نن سهار څلور بجې يې د فراه په ولايتي روغتون کې ساه ورکړه.

ویل کېږي، بريد کوونکي په تېښته بريالي شوي دي.

د بريد عيني شاهد ١٥ کلن احمد رشاد هم وايي، چې مولوي مومن ياد جومات ته نږدې پر سړک روان وو، چې مخ پټو موټرسايکل سپرو پر ډزې وکړې او وتښتېدل.

تر اوسه هېچا د مولوي مومن د وژنې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم ځينې ورته پېښي را منځته شوې، چې د ډېری هغو د پړې ګوته د نامسؤله وسلوالو او اربکیانو ته نیول کېږي.

له راپورونو سره سم، یوازې په تېره میاشت کې اربکیانو د غزني په ګیلان او مقر ولسوالۍ کې دوه تنه ملا امامان، له طالبانو سره د پټې همکارۍ په تور، لومړی له کوره ایستلي او بیا وژلي دي.

وحید پاڅون

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x