
پاکستان افغانانو ته د ویزو په ورکړه کې اساني راولي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ تله، ۱۳۹۹ل): پاکستان ته د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا د مشر «عبدالله عبدالله» له سفر سره هم مهاله د یاد هیواد چارواکي وایي، افغانانو ته د وېزو په ورکړه کې اساني راولي او هر غوښتونکي ته د اوږدې مودې وېزه ورکوي.
دغه څرګندونې تېره ورځ د پاکستان د پارلمان له مشر «اسد قیصر» سره په ناسته کې پاکستاني چارواکو کړې.
سد قیصر تېره ورځ له عبدالله عبدالله سره د دواړو هیوادونو د دوه اړخیزو اړیکو په اړه بحث کړی، د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او په دې برخه کې د شته ستونزو د له منځه وړلو په برخه کې یې د همکارۍ ژمنه کړې او د افغانستان د امن هیله يې کړې.
په همدې ناسته کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي «صادق خان» ویلي، چې پارلمان یې یوه داسې طرحه تصویبوي چې له مخې يې ټولو ویزه غوښتونکو افغانانو ته د اوږدې مودې مسافرۍ وېزه ورکول کېږي او قنسولي خدمتونه پراخېږي.
عبدالله عبدالله د پاکستان له دې اقدام هرکلی کړی او د پاکستان او افغانستان د اړیکو په پراختیا يې ټینګار کړی.
یاده دې وي، چې هره ورځ سلګونه ناروغ او یا نور افغانان کابل کې د پاکستان د سفارت مخته د وېزې لپاره راټولېږي، چې زیاتره وخت د وېزې د ترلاسه کولو لپاره په شپو، شپو د سړک په غاړه انتظار کوي.