د نن سرلیکنه

که بین الافغاني مذاکرات له خنډ سره مخ کیږي نو …؟

نن ټکي اسيا سرليکنه

له شپږ میاشتني ځنډ وروسته د روان کال د زمري په (۲2) نیټه بین الافغاني مذاکرات پیل شول.
د بین الافغاني مذاکراتو پیل افغان ولس او نړیوالو ته هیله بښونکی و.

طالبانو د یادو مذاکراتو د پرمخ وړلو لپاره له خپل لوري تر ټولو باصلاحیته او محوري اشخاص تعین کړل.

په پرانیستونکي غونډې کې یې د طالبانو او افغاني جهتونو پر استازیو سربیره د امریکا،روسیې ,ګاونډیو او ګڼو سیمه ییزو هیوادونو لوړ پوړو چارواکو فزیکي او انلاین حضور درلود.

د طرفینو ترمنځ لومړنۍ ګډه ناسته یې هم د تفاهم او هم پذیري په فضاء کې تر سره شوه.
د مذاکراتو د طرزالعمل او کاري لوائحو لپاره چې د جانبینو ترمنځ کومه مسوده ترتیب شوې وه د هغې له (۲۰) موادو څخه نیږدي پر (۱۸) هغو توافق شوی و.

چې دې هرڅه د یادو مذاکراتو د بریالیتوب ښکارندوینه کوله.

د کاري طرزالعمل لپاره دوې مادې د اختلاف وړ شوې چې تر اوسه یې مذاکراتي بهیر له خنډ سره مخ کړی او که د طرفینو لخوا ورسره د خود ګذري او تحمل رویه غوره نشي د مذاکراتي بهیر د توقف احتمال تري شونی دی.

د بین الافغاني مذاکراتو تر پیل وړاندې د طالب بندیانو د خلاصون پروسه ارګ د بیلابیلو وجوهاتو له امله پوره (۶) میاشتې وځنډوله چې بالاخره د امریکایانو په مستقیم فشار او مداخلې سره یاده پروسه تکمیل او بین الافغاني مذاکراتو ته لاره هواره شوه.

دا چې په بین الافغاني مذاکراتو کې خنډ او ځنډ به بیاهم امریکايي مداخلې ته زمینه سازي کوي غوره داده چې دا مذاکرات لکه څرنګه چې یې نوم بین الافغاني مذاکرات دي باید په هماغه ډول له هرډول بهرني فشار او مداخلې پرته پایته ورسیږي.

د هیواد علیا اسلامي اوملي مصالح دي ورکې پام کې ونیول شي او له بیځایه پاروونکو موادو او خبرو وړاندې کولو ورکې ډډه وشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x