تاریخي پيښي

د مصر د اهرام تاريخي قدامت او ارزښت

ژباړه:نجم الرحمن ناصري

دا اهرام چې د مصر په ګیزه ښار کې جوړ شوی د بنسټ ایښودونکي نوم یې خئوپس ده،تر ټولو پخوانی او د نړۍ له یوازنیو عجایبو څخه دی چې تر یو حده حفظ او پاتې شوی.

دا بنا د خپل عظمت او شکوه لپاره د غټ هرم په نوم هم یادیږي او د نړۍ د عجایبو په لیست کې لومړی مقام لري.

د خئوپس هرم بدون د چین له دیوال څخه تر ټولو غټه ودانۍ ده چې د انسان په لاس جوړه شوې،دا ودانۍ ۱۴۶.۶ متره لوړوالی لري یانې د یوه ۵۰ پوړیزه ودانۍ په لوړوالي.

ابعاد یې ۲۳۰ضرب په ۲۳۰ کې دي،د دې ودانۍ په ډبرو کولای شو هغه کلیساوې چې په ۲۰ پیړۍ کې په آلمان کې جوړې شوي ودانې کړو،د دې ودانۍ د جوړولو امر ځوان فرعون خئوپس د پلار(سنو فرو) له مړینې وروسته صادر کړ.

خئوپس غوښتل لکه د خپلو پخوانیو خلکو په یوه هرم کې خښ شي،او لکه د خپلو نیکانو دا هیله یې درلوده چې د ده هرم له ټولو ښه او غټ هرم وي.

مخکې له ټولو باید د هرم د جوړولو لپاره یوه مناسبه ځمکه غوره شوې وای،ځکه دا ودانۍ ۶۴۰۰۰۰۰ ټنه وزن لري او که خاوره یې مناسبه او کلکه نه وای د خپل وزن له امله په ځمکه کې ننوتله.

دا ځای د مصر د اوسنۍ پلازمینې قاهره سویل ته د ګیزه په ۷ کیلومترۍ پیدا شو ،داسې یوه ځمکه چې کلکه او له تيږو جوړه وه او کولای یې شول چې د هرم وزن تحمل کړي.

د لومړنیو دندو د سرته رسولو لپاره په دې ودانۍ کې ۴۰۰۰ انسانانو چې هنرمندان،معماران،سنګ تراشان او داسې نورو،د ۱۰ کلونو لپاره کار وکړ،وروسته له هغې چې د هرم د ودانۍ اصلي کار پیل شو.

د یوناني غټ تاریخ لیکونکي هرودوټ په ګزارش د دې هرم ساخت ۲۰ کاله نور هم ونیول چې تقریبا ۱۰۰۰۰۰ انسانانو د خئوپس په آرامګاه کې کار وکړ،یوازي د ترب،پیاز او هوږې د پیرلو لپاره چې د کاریګرانو د ډوډۍ لپاره پیرل کیدل ۱۶۰۰ «تالنت»یا په اوسني حساب ۱۰ میلیونه ډالر مصرف شوي.

د کاریګرانو د تعداد په هکله لرغون پیژندونکي شک لري او وایي که له ۸۰۰۰ کسانو ډیرو په ودانۍ کې کار کولای د ځای د کمښت له امله یې د یو بل په کار کې خنډ جوړاوه.

د خئوپس هرم ټول تیږه نده،دا ودانۍ دنننه تاو راتاو لارې دي،دا لارې د یوه کانال په واسطه چې ۴۷ متره اوږدوالی لري او د غتې ګالري په نوم یادیږي،یوې خونې ته چې ۱۰.۵ متره اوږدوالی،۵.۳ عرض او ۸۰.۵ لوړوالی لري او شاه نشین په نوم یادیږي ختمیږي،دا خونه هيڅ ډول تزئین نلري او یو تابوت چې له تیږې جوړ شوی پکې ځای پر ځای شوی دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x