نظــر

په لویدیځې ډیموکراسۍ کې د ختیځ کمونستان هم متمدن شول!

سمیع الله نهضتیار

کمونیزم؛ چي ډبره یې له بنیاده په انسان وژنه ایښودل شوې او په دې واقعیت د تاریخ هره کرښه او پاڼه ګواهي ورکوي. زموږ په ګران هېواد افغانستان کي د سردار محمد داود خان له واکمنۍ وروسته د نورمحمد ترکي، حفیظ الله امین، ببرک کارمل او ډاکټر نجیب الله تر مشرۍ لاندې د کمونستي ډلو خلقیانو او پرچمیانو پر له پسې څلور واکمنان تېر شوي دي چې هر څلورو واړو واکمنانو یوازې او یوازې همدیته کار ویلی وو چي څنګه او په څه ډول مسلمانان قتل عام او په وحشیانه ډول یې ژوندي تر خاورو لاندې کړي د کمونستانو د دا ډول وحشیانه کړنو ارقام تردې دمه ډیر کم ترلاسه شوي چي زرګونه افغانان یې په شهادت رسولي دي.

د دې سترو وحشتناکو او غیر انساني کړنو په غبرګون کي افغان ولس له ځان څخه د دفاع په موخه وسله راپورته کړه د کمونستانو او د دوی د بادارانو په وړاندې یې مسلحانه مبارزه (مقدس جنګ) پیل کړه چي په پایله کي هم کمونستان مات شول او هم یې روسي اشغالګر باداران.

افغان میړني او مجاهد ولس کمونستانو ته وښودله چي دا خاوره د مسلمانانو ده نه د کمونستانو. دې سرښندونکي ملت دعمل په ژبه کمونستان او د دوی فکري خواخوږي پدې وپوهول چي افغانان ستاسو وحشیانه او غیر انسانې کړنې هیڅکله نه منلای او نه یې هیرولی شي. کمونستان دې پوه شي دا چي د مجاهدینو له خوا تاسو ته بښنه وشوه دومره جرأت هم مکوۍ چي په ټوله بیشرمۍ سره را پاڅئ یو ملحد، قاتل او غلام انسان ته د شهید خطاب کوۍ دا په اصل کي سلګونو زره شهیدانو ته سپکاوی او بې احترامي ده چې هیڅ مومن افغان ته ستاسو دا ډول خپل سرې کړنې د زغملو وړ ندي.

کمونستانو د خپلې ایدیولوژۍ او حاکمیت د فاحشې ماتې او سیاسي ګوښه توب له ترخو تجربو تیرولو وروسته چي کله د غربي ډیموکراسۍ ګرم تنور ولید نو د مکروب په څیر یې د نویو شرایطو سره سازګاري وکړه، د لویدیځ استعمار پښو ته پریوتل، په واک کې شریک شول، یو ځل بیایې عام افغانان و وژل او وټکول او په نهایت کې یې د یو بل شرمونکی اقدام جسارت وکړ. لستوڼي یې را بډ وهل ترڅو د هغه فاسد انسان نجیب تلین د دولت په مرسته د لویې جرګې په تالار کي ولمانځي. حکومت ورته زمینې برابرې کړې اما له دې بې خبره چې په دې خاوره کې اوس هم د جهاد حماسه ژوندۍ ده او دا ملت د خپل قاتل او د غدار د تلین لمانځلو اجازه نه ورکوي کمونستي سوټیان د سیاسي او جهادي ګوندونو له کلک غبرګون سره مخامخ شول دولت هم مجبور شو چي له خپلې پریکړې لاس په سر او د جرګې دروازه وتړي؛ خو بیا هم د نجیب پلویان منصرف نشول یاد تالار ته څیرمه د سړک په غاړه محدود شمېر کسان راټول شوي وو او غوښتل یې چي د لویې جرګې تالار ته دننه شي خو بریالی نشول، د نجیب ورور په ډیره سپین سترګۍ رسنیو ته د لویې جرګې په تالار کي د نجیب د تلین د لمانځلو د خبرو ترڅنګ و ویل چي موږ متمدن او سولیزه خلک ی، یو بل پلوي یې هم ده ته ورته په سپین سترګۍ ادعا وکړه چي موږ قاتلین نه یو او هیڅوک مو ندي وژلي!!!

دوی ته وایو آیا تاسو خبر یاست چي څومره بي ګناه افغانان مو وژلي؟ څومره بي ګناه افغانان مو صرف د اسلام په نوم زنداني او ژوندي مو ترخاورو لاندې کړي؟ آیا تاسو هغه وخت انسانیت نه پیژندلو؟ آیا تاسو هغه وخت تمدن نه پیژندلو؟ نن دا تمدن او سولیزه تحرکات چا در زده کړي؟ کله چي تاسو مظلوم او بي ګناه افغانان صرف پدې خاطر شهیدانول او ژوندي مو تر خاورو لاندې کول چي مسلمانان ول مطلب دا چي هغه وخت تاسو تمدن نه پیژندلو نو تاسو ته یې په هغه وخت کي د کوم ډول انسانانو خطاب کولو؟ تاسو وایاست چي موږ هیڅوک ندي وژلي تر یو میلیون زیات افغانان چي په شهادت تاسو ورسول آیا هغوی انسانان نه وو؟ آیا هغوی ستاسو په شان د ژوند کولو حق نه درلود؟

کمونستانو ستاسو دې جرأت او سپین سترګۍ ته هک پک حیران شوم چي تاسو اوس هم په دومره سترو جنایاتو سترګې پټوۍ او ورباندې منکر یاست تاسو پدې ښه پوه شۍ چي نه هیڅ مومن افغان ستاسو وحشتونه هیرولی شي او نه هم تاریخ؛ د تاریخ هره کرښه او پاڼه ستاسو په جنایتونو ککړه او داغ داره ده. د کمونستانو پاتې شوني چي نه له تاریخ خبر دي او نه هم د خپلو مشرانو له وحشتونو او ډلیزو قبرونو چي په سلګونو زره مومن افغانان یې ژوندي تر خاورو لاندې کړي دي.

د کمونستانو بې خبره نوی نسل پر ځای د دې چي د خپلو پلرونو او نیکونو په کړنو خجالت او شرم وکړي فخر کوي دوی ته وایو چي ستاسو مشرانو تر یو میلیون زیات افغان قتل عام کړي او ژوندي یې تر خاورو لاندې کړي پدې ستر جنایت کې تاسو ورسره ځان مه شریکوۍ توبه وباسۍ او الله ته رجوع وکړۍ خپل آخرت او ژوند جوړ کړۍ پریږدۍ چي جنایت کاره او قاتل مشرانو مو په دنیا او آخرت مخ توري وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x