
افغانستان
دایکندي کې د بمي چاودنې له امله ۱۲ تنه وژل شوي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ تله، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي وايي، د دایکندي ولایت په کجران ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله ۱۲ تنه ولسي خلک وژل شوي دي.
دا پېښه نن د سه شنبې په ورځ سهار ۹بجې او شل دقیقې د کجران ولسوالۍ اړوند «سلیمان آزاد» سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې یو مسافر وړونکي موټر باندې د سړک غاړې ماین چاودنه وشوه.
د دایکندي د والي ویاند نصرالله غوري رسنیو ته ویلي، په دغه پېښه کط لږ تر لږه ۱۲ تنه ولسي خلک وژل شوي او ۴ تنور ټپیان دي.
د نوموړي په خبره په وژل شوو او ټپيانو کې میرمنې او ماشومان هم شامل دي.