افغانستانسولې اړوند خبرونه

«اشرف غني مؤقت حکومت نه مني او جګړې ته تیاری نیسي»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ تله، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر «اشرف غني» ویلي، د سولې پروسې د  جنجالي کېدو په صورت کې جکړې ته تیار دی او د مؤقت حکومت طرحه په هیڅ صورت ورته د منلو وړ نه ده.

د اطلاعات روز ورځپاڼې د راپور په حواله غني دغه څرګندونې ارګ کې له هغو خبریالانو سره په ناسته کې کړې، چې څه موده وړاندې د بین الافغاني مذاکراتو د پوشش لپاره دوحې ته تللي وو.

غني په یاده ناسته کې د افغان سولې پروسې د یوې برخې په توګه د امریکا د مؤقت حکومت له طرحې سره مخالفت ښودلی او په خبره يې د سولې پروسې په ناکامېدو سره جګړې ته تیاری نیسي او له ځانه دفاع کوي.

د غني په خبره «مؤقت حکومت یوازې هغه وخت ممکن دی، چې جنازه مې له ارګ څخه ووزي»

ورته مهال داسې راپورونه هم شته، چې اشرف غني د عبدالله عبدالله له لوري د سولې له کېدونکو هڅو ناخوښ دی او همدا لامل دی چې د شپږو میاشتو په تېرېدو لا هم نوموړي د مصالحې عالي شورا د تشکیل معاش نه دی منظور کړی او د یادې شورا زیاتره کارکوونکي له مالي ستونزو سره مخ دي.

د راپورونو په بنسټ، د بین الافغاني مذاکراتو په ناسته کې د ګډون په موخه دوحې ته د عبدالله عبدالله د تګ په مهال هم د نوموړي او غني تر منځ جنجال پیدا شو او الوتکې ته د ختلو په مهال غني عبدالله ته د اتمر په لاس هغه اعلامیه ولېږله چې د ارګ له لوري ترتیب شوې وه او غوښتل یې عبدالله یې د مذاکراتو د  پرانیستنې په مراسمو کې واوروي.

په یاده اعلامیه کې عبدالله د غني استازی بلل شوی وو او لیکل شوي وو چې «د افغانستان اسلامي جمهوریت تیار دی طالبان په واک کې ورشریک کړي.»

د سولې د هڅو په لړ کې پاکستان ته د عبدالله عبدالله تازه سفر هم د اشرف غني له مخالفت سره مخ شوی او ویل کېږي، په بدل کې یې اشرف غني عمران خان ته د کابل د لیدنې بلنه ورکړې.

تېره ورځ عبدالله د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته ورسېد، چې پاکستاني چارواکو یې پراخ او تود هرکلی وکړ او د بهرنیو چارو وزارت په انګړ کې د یوه نیالګي په اېښودلو نوموړي هیله وکړه، چې د پاکستان-افغانستان تر منځ د اړیکو یو نوی باب پرانیستل شي.

د سیاسي چارو شنونکی «طارق فرهادي» له عبدالله سره د غني مخالفتونو او د عبدالله له لوری د سولې ګرمو هڅو ته په اشارې  وایي، اشرف غني نور په ارګ کې «قلف» شوی، دی به په ارګ کې قرنطین وي او افغانستان به مخ په وړاندې ځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

موقت حکومت خو بده خبره نده خو چی د مجاهدینو په شان موقت حکومت جوړ شی. مونږه د موقت حکومت ترخې خاطری لرو.

عبدالواحد

ماچه دمځکی دلاری دکندهاره څخه ترجرمنی سفروکۍ په دی سفرکی ماته ډیره ثابته سوه چه کمونسټان یوخود پرسته اوظالمه ایډیالوژی ده ماچه اول ایران اوورپسی ترکیه ولیده ترافغانستان ډیرپرمخ وه ښه ژوندیی درلود کم وخت چه وبلغاریه ته داخل سوم چه سوسیالستی ملک ووافغانستان ډیرپرآبادووهمدغه رنګه یوګوسلاویادرپدره اوخوارژوندیی وودالته پوه سوم چه سوسیالیزم اوکمونیزم هسی دخولی ختایستل دی دوی هیڅ اصول نلری که په امپریالیزم کی ګټه وه دسپی خاصیت لری پسی ځغلی کمه شخصی ثابته ایډیالوژی(اراده)نلری اوس هم اشرفغنی اونوروکمونسټوملګروته یی ارګ خوند ورکړۍ دۍ ماپخوادرته ولیکل په ژوندۍیی نسۍ ځنی رایستلای نه دامریکا دده دبادارخبره منی نه دبل… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x