نظــر

ارغندۍ، دامریکایي ټانکرو هدېره

په کابل هوایي ډګر کې د حامدکرزي په شخصي هلیکوفتر لګیدلی اور لا نه و مړ شوی، چې دشنبې په  ماښام دکابل لویدیځ ارغندۍ کې دناټو ټانکرو اور واخیست، زه چې دا کرښې لیکم تردې مهاله له سیمی راپورونه وایي چې اور لا هم لمبي وهي ، تراوسه ۴۰۰ ټانکر سوزیدلي او پاتې نور سوځیدلو ته انتظار باسي.
بیګا چې کله په ارغندۍ کې د ناټو په اکمالاتي ټانکرو اور ولګید، نودومره قوي او پراخ و چې په درست کابل کې یي ننداره کیدله، دکابل مغرب پلو اسمان تک سور او لمبو نیولی و، په پیل کې د حکومتي چارواکو په شمول هیڅوک نه پوهیدل چې څه پیښ شوي،  د اور دپراختیا له امله یوشمیر حکومتي خلک سخت وارخطا و او داسې فکر یي کاوو لکه کوم عذاب چې پسې را روان وي او دکړیو سرغړاویو حساب ورسره سپینوي، په خواله رسنیو کې همدا انديښمنې پوښتنې روانې وې چې په ارغندۍ کې څه کیسه ده؟ څوک به معلومات نلري؟ دا اور دی که کومه بله حادثه ؟ یو شمیر ډاریدلیو رسنیود ځان او لوستونکو د ډاډ لپاره په دروغو راپور ورکړ چې په ارغندۍ کې دوکانونو اور اخیستی ، ځینو نورو  نور توجیهات کول .
خو سهار معلومه شوه چې  په ارغندۍ کې تقدیر یوځل بیا امریکایي یرغلګرو ته په غضب شوی  ، د طالب مجاهدینو د یوه معمولي ماین په واسطه  دناټو د اکمالاتي ټانکرو تر ټولو ستر تم ځای اور اخیستی او له یوې مخې لولپه شوي دي.
دا مریکایي اکمالاتي ټانکرو سوزیدل په افغانستان کې کومه نوې خبره نه ده، تردې وړاندې بیا بیا امریکایي موټر او ټانکر په دست جمعي شکل سوزیدلي دي، مګر په دومره زیات شمیر په تیلو بار ټانکر شاید په خوا نه یوازې په افغانستان بلکې په سیمه کې نه وي سوزیدلي، په امریکایي اموالو بل شوی د ارغندۍ دتیرې شپې  د اور په اړه ویلی شو چې دافغانستان او سیمې په سطحه ترټولو پراخ اوژبغړانداور و چې دناټو سلګونه ملیونه ډالر یي ایره  کړل ، تردې پخوا دافغانستان په سطحه  سیداباد په یوه ورځ د سلو ټانکرو او اکمالاتي موټرو  د سوزیدو او د ننګرهار  د شاوخوا ۳۰۰ ټانکرو او پوځي موټرو د سوزیدو ریکارډ درلود، مګر دارغندۍ بیګانۍ حماسې نوی ریکارډ جوړ کړ دلته تراوسه  تر ۴۰۰ زیات په تیلو بار ټانکر  سوزیدلي او لګیدلی اور لا هم لمبې وهي، وبه ګورو چې په ارغندۍ کې اشغالګرو لګیدلی اور خپل سکور څو ته پورته کوي او کوم ریکارډ ثبتوي .
د ارغندۍ د سلګونو اکمالاتي ټانکرو په اړه ویل کیږي  چې دا په جنوب کې دناټو ځواکونو ته  تیل وړونکي موټر حکومتي چارواکو له دې امله  له تیرو دوو میاشتو راهیسې راغونډ کړي و، چې تر کندهاره یي په امن توګه رسول ورته ناممکن ښکاریدل، دوی غوښتل دلته  په سلګونو موټر رایوځای کړي او بیا یي د یوې پراخې قوې په توسط تر کندهاره بدرګه کړي خو طالبانو چې بیګا شپه ټول ټانکر وسوزول،دې کیسې ته چې له دوو میاشتو راهیسې روانه و د پای ټکی یي ورته کیښود.
دولتي ویاندان او امنیتي چارواکي چې  اوس ددروغو او مبالغو ګوډي ترې جوړ شوي، شاید د طالبانو دا لویه بریا هم  سطحي معرفي کړي مګر که پیښې ته ژور متوجه شو رامعلومیږي چې پیښه له هر اړخه خورا حساسه او ستره ده.
چارواکي ټول زور وهی چې په پلازمینه کابل خپل واک او سلطه مضبوطه وښيي، دوی خپل ټول امنیتي ، دفاعي او استخباراتي توان همدې ښار ته راټول کړی، مګر کله چې په همدې ښار کې د ناټو ۴۰۰ په تیلو بار موتر  سوزول کیږي، معلومه ده چې په حقیقت کې دوی د کابل په دفاع کې هم ناکام دي.
هغه رسنۍ چې په خپلو پوچو تبلیغاتو او یو طرفه پالیسۍ سره دکابل ښار له اوسیدونکو څخه د جهادي خوځښت ځواک او لاسته راوړنې پټې ساتي، بیګانۍ پیښې ددوی ټول پوچ تبلیغات غلط ثابت کړل، ځکه کابل ښاریانو ولیدل چې د مجاهدینو د ځواک او لاسرسي کچه  ترکومه حده ده، دوی دمجاهدینو په لاس بلې شوې د ناټو دټانکرو هغې لمبې ولیدلې چې د کابل تر غونډیو لوړې وې، دوی په دې توګه په لومړي ځل  د جهادي خوځښت پرتم او عظمت ولید، چې درست مخلوق یي ننداره کوله  او چارواکي یي د هیبت په وړاندې ګبڼۍ نیولي وو.
د افغانستان ځمکه او اسمان د انګریزي لښکرو غوندې د روسي  کتارونو دسوزیدو خاطرې هم په یاد لري، دې هیواد ته  ځکه د امپراطوریو هدیره ویل کیږي، چې دلته دهر فرعوني زبرځواک  زور او تخنیک  سوزیدلی  او له خاورو سره خاورې شوی دی ، د ارغندۍ د تیرې شپې حماسه یوه بله همداسې پیښه وه ، چې دناټو سلګونه  اکمالاتي موټر په کې داور خوراک شول، ددې وطن ځمکې او آسمان یو ځل بیا دطاغوت په بدن لګیدلی اور ولید، او دغه ویاړ  د کابل دپغمان مربوط ارغندۍ سیمې خپل کړ ، پرځای به وي که ددې کمسارې حماسې له امله  دغه سیمه د  دامریکایي وسایطو هدیره وبولو لکه څنګه چې افغانستان د امپراطوریو هدیره بلل کیږي .

لیکوال: ابو عابد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حمدالله صابر

ابوعابد صیب ! دتل لپاره دی په عمر او ګوتو کی الله تعالي برکت وا چوه ډير خوند یي وکړ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx