نظــر

سیاسي مزدوران بیا د بهرنیو امرانو په لټه کې دي

عبدالغفار سربڼ

د کابل د ادارې سرکرده څو څو ځلې دا خبره کړې چې دده اداره به د څو میاشتو په ترڅ کې ړنګه شي که د دوی د ناټو -امریکا د حامیانو نظامي، مالي، سیاسي او  مادي مرستې نه وي.

یقیناً هر شخص په دې پوهیږي چې د افغان مجاهد په ازادۍ میئن او سرښندونکي ولس قیادت او رهبري د هر نا اهله او نادانه او پردي پاله انسان له طاقت نه لوړ کار دی، خو ده دغه یوه خبره چې همدغه ده رښتیا ویلي.

دوی کله چې د ۴۹ هیوادونو د درې سوه زره عسکرو او ملکیانو په زور دا وطن ونه شو چلولی نو کله چې دوی ورک شي دغه ماته ګوډه او په نفاق  استواره اداره به دا وطن څرنګه وساتي او اداره یې کړي.

ټوکه نه ده  تور هم نه دی بلکه حقیقت دی . د کابل اداری ځینی  سرشناسه  پرونی د بهرنیو قوتونو اجیر سیاسیون سرګردانه لیری او نیږدی هیوادو ته یا لیکونه ورلیږی او یا داچی هلته شخصا په سفر ځي تر څو هغوی سره د وفاداری عهد تجدید کړی او ځان ته نوی کار پيدا کړی او د طالبانو په خلاف سو ظن او شکونه لا زیاد کړی او ددغو هیوادونو خلک او سیاسیون له طالبانو وډار کړی او  دلته دننه خپلو وارخطا پيروانو ته روحیه ورکړی.خلاصه ټول په درواغو او فریب استواره تلاش. شاه شجاع فکر کاوه رنجیت سنګ او انګریز به وپاروی چی ده سره د کابل دتخت په راستنولو کی نظامی مرسته وشی خو اخر دی د دوی له خوا وغولیده . ببرک او انډیوالانو یی روس دوه ځلی وغولول  تر څو ارګ باندی ددوی په زور قبضه وکړی اخر هماغه روس دی په میدان پریښود بیا نجیب همدالوبه وکړه  روس دی د ملګروو په مقابل کی د شمال تلوالی ته یواځي پریښود .

ربانی او مسعود د حکمتیار په خلاف بیا روس او ایران او هند نه مرسته واخیستله او بیا همدوی د طالبانو په خلاف  تنها پاتی کړل او بیا همدوی هره ورځ د امریکایانو فرانسویانو او انګریزانو او روسانو او ناتو پارلمانو کی  او میدیا کی غربی نړی ته  د مداخلی او اشغال له پاره بلنه ورکوله تر څو په دی بریالی شول چی په یوه نه بله بهانه ۵۰ هیوادونه پر خپله خاوری راولی او قدم قدم له هغوی سره د خلکو په وژلو او دکورونو په ورانولو کی فعاله برخه واخلي.

خو حالات بدل شول او طالبانو د الله په اجازه او د صبر او استقامت په زور او د جهاد په کولو سره یی ټول ۵۰ هیوادونه دی ته مجبوره کړل چی دا هیواد یو په بل پسی پریږدی او وتښتی  دغه دی بیا دا مزدور او بهرنی اجیران  نور د کار چیښتن او امران نه لری ځکه هغه ماموریت چی دوی په غاړه اخیستی وو دوی تر سره نه شو کړی او په ډیری غټي رسوایی سره ناکامه شول.  دا بد مرغه  په قدرت میین سیاسون پس له دومره خیانت او ناکامی لاهم دا تلاش کوی چی د افغانستان عنعنوی دښمنان په منطقه او دنیا کی بیامداخلی ته راوبلی او پخپله د اجیر او مزدور په حیث ددوی په رکاب کی ظأهرا د قدرت په چوکی پاتی شی. دا کوښښونه د هماغه پخوانیو تلاشونو سلسله ده چی دا څلویښت کاله روان دی .کله د  پاکستان دمداخلی پر ضد کله دترقی په نامه کله بیا ددمکراسی او  بیا رغونی او د ترور ضد په نامه تکراریږی . د افغانستان خلکو له پاره پس له ډیره ځنډه دا موقع لاس ته را غلی چی خپله حقیقی خپلواکی  تر لاسه کړی او اشغال او هغه غلامی چی دغو خاینینو او مزدورو زمونږ پر خلکو تپلی وه پای ته ورسوی .خو هر سړی دا په وضاحت وینی چی بیا دا پردې پاله ټولګی غواړی زمینه او مقدمات د یو بل اشغال  له پاره برابره کړی. دوی دافکر کوی چی بی له بهرنی مرستی قدرت نه شی ساتلی او دخپلواکی او دناپييلتوب په صورت کی دوی د حاکمیت ټول امکانات له لاسه ورکوي نو ځکه:

_ غني هر چاته چې تیلیفون کیده د تیلیفون په ذریعه او بیا د لیکونو د لیکلو په وسیله نړیوال له طالبانو وډار کړل او د افغانانو په خلاف یې تحریک کړل.

کله یې وویل چې دا  تروریستان دي رور امریکااو اروپا ته در استوی او کله یی لیکل چی دا به ټؤله دنیا په نشه یی توکو ولړی او بیایی ویل چی ستاسو د وتلو په صورت کی ستاسو ټول مفاد په دی منطقی کی تباه کیږی. دا یی هم ویل چی که دلته طالبان قدرت ته راشی نو په ټول شرق  او اسلامی دنیا کی به دموکراسی ماته شی  او دی او دده حکومت امریکا او اروپا له ترور نه ساتی که دوی نه وی نو د لویدیځ دولتونه او ارزښتونه به له حیاتی خطر سره مخامخ شی. په خوله سوله سوله ناری  وهل د اوربند غوښتنه کول خط په خط د چپي کودتایی رژیم په نقش قدم پل ایښودل دی دا خو کومه نوی کړنلاره نه ده بلکه هماغه پخوانی پیچومی دی چی د نوی سړی په پښو وهل کیږی. خو دا جوته نه ده چی ایا دغنی انجام به هم هماغه وی چی د هغی وقت د اداری د مشر په برخه شه که نه دی به سر سلامت بچ  کړی ؟ دا به وقت څرګند کړی.- بلاخره پرون خبر شوم چی له عمران سره تیلیفونی غږېدلی او له هغه یی غوښتلی چی اوربند راولی.

دا خلک داسی فکر کوی چی دوی خو مزدور دی نو هرڅه چی بادار ووایی هغه اجرا کوی نو طالبان هم د پاکستان فرمایشات منی . هغه ایینه چی دوی په کی ځان ګوری طالبان داسی نه ښیی لکه دوی .د هر چا خپله خپله څیره ده  سره له دی چی ایینه یوه ده.

تملق او چاپلوسی په کار نه ده طالبانو سره د تفاهم لیاره اسانه او عادلانه ده نسبت دی ته چی د نیمی دنیا د قصرونو دروازی وټک. بی له طالبانو هیڅ څوک تاسوته دروازه نه پرانیزی .بیداره شی.
-امر الابلیس ! دده لمړی مرستیال لا تر اوسه د ۲۰۰۱ کال له کابوس او خیال نه نه راویښیږی .دی امریکا ته خپله وفاداری په طعنو ور یادوی او تاکید یی دادی چی له ده نه ښه دوست د امریکی له پاره نه موندل کیږی او دی ددوی وفاداره ملګری (مزدور) دی.  هم پاکستان د طالبانو خلاف تحریکوی او هم  د صحنی پر سر دوی سره په معاملو  عوام غولونکی  خبری کوی.  دی چی اصلا خپل شهرت یی د پښتنو ضد سیاست کی ګټلی نن ورځ له ټولو نه ستر پښتون دی او د قدرت دساتلوله پاره یی هم شعرونه زده کړی اوهم یی څه تاریخی کارنامی  په خپلی حافظي کی ساتلی او د ضرورت وقت کی یی چلوی. کړنی او خبری او سوچ یی کاملا د جګړی او مخاصمت او دزور واکی ګواهی او شهادت ورکوی .له پخلاینی نه دا موقف ډیر لیری دی .ماته ښکاری چی چا بیا له دوی سره کاذبه خو کلکه وعده کړی ده چی دوی به لاهم د قدرت پر تخت ناسته لری !؟

-دوهم معاون یی چی دوهم تابعیت یی د ایران له هیواده تر لاسه کړی  نن ورځ له هر بل لیبرال دموکرات نه هم دموکرات وخوت. معلومه نه ده چی که یو سم انتخاب  خلکوته ممکنه شی نو دی به بیا چیری کوم مدیر هم مقرر شی او که نه ؟ په یوه عادلانه نظام کی حتی داسی سړی ته شاید څوک هیڅ مسولیت ورنکړی. دده بهرنی حامیان ده ته په درنه سترګه نه ګوری.  نو اوس ده په قبول شوی ارزښتونو او افغانی  وړتیاو حمله اوهجوم پيل کړی . دا کوښښ ددی له پاره کیږی چی ایران د اهل تشیع سره د همدردی په سبب  د طالبانو پر ضد تحریک کړی. ددوی ټولو یوه وظیفه ده هغه دا چی د نړیوالو حساسیتونه او د هیوادوالو عواطف تر هغه حده وپاروی چی د راتلونکی اسلامی نظام مخه ونیسی.

-اتمر نومی کله تاجکستان ته روان دی او کله هم په میدیا کی ددنیا لیبرالان را بولی چی دلته افغانستان کی مړ ژوندی رژیم او اداره له جبری او حتمی ړنګیدلو او سقوط نه وژغوری . ماته مسخره ښکاری چی کله څوک سره له دی چی کیڼ لاسی  سوسیالیست کړنی او فکرونه ولری خو د منفعت او ګټؤ په خاطر له ټولو نه دجمهوریت اسلامی اوچتی چیغی وهی . کله چی اتمر له دی اداری نه د اسلامی په نوم دفاع کوی همدا ثبوت کافی دی چی دا جمهوریت به اسلامی نه وی او نه به شی.

دده سفر تاجکستان ته ددی له پاره وو چی پخوانی ملګرو باندی د انډيوالی او مرستی غږ وکړی .یواځی دوې د امارت ضربو ته کله ټینګیدلی شې.

-یو بل مفتخوره او د شر او فساد د ډلی لوی مشر عبدالله چی دا شل کاله یی ډیره فعاله برخه د وطن په اشغال کی درلودلی او یوه ورځ هم د قدرت له چوکیو نه دی لیری شوی او د کوم لوی تاریخی خدمت په بدل کی تل د ناتو او امریکا په زور  د کابل د اداری ددوهم  مشر په توګه دنده تر سره کړی نن سبا چی د مصالحی د شورا مشر ټاکل شوی هم ایرانیانو سره هم له هندوستان او روس او حتی پاکستان سره په پټه او ښکاره عهدونه تازه کوی او سره له دی چی له ناتو نه یی امید کم شوی نور بدیل حامیان او امران لټوی.

ده یوه بله ستره غلطی هم وکړه .تللی وو د غنی په نمایندګی خو خپل مړ مسعود او مړ ربانی یی د خپلی بیانیی زیور او زیب وګرځاوه .سم مخامخ یی دا ثابته کړه چی دی د شمال دتلوالی نماینده دی. نیږدې وقت کی روان دی پاکستان ته تر څو له پخوانیو ای اس ای ملګرو نه څه ناڅه اطمینان تر لاسه کړی.

-بله څیره چی  جنګی او جنایی او جرمی شهرت یی دی له نورو خیانتونو نه لا مشهور کړی هغه دوستم دی چی د خارجی عسکرو په راوستلو سره یی یو ځای له فهیم سره مارشالی رتبه هم کمایی کړی ده .اول اشغال ته دخدمت افتخار او دوهم اشغال ته د راوستلو  او همکاری جرم او داسیرو جنګیالیو د وژلو جرم نه علاوه  د اخلاقی جرمونو شهرت هم دی نړی ته لا مشهور کړی. دده یو زوی لګیا ده د کابل د اداری له هیات سره په دوحه کی د پلار له خیانت نه دفاع کوی. څو خپلوان یی ترکیی کی دده د پیسو او دده داړیکو ساتنه له اردګان سره کوی .او دی روان دی هندوستان ته غواړی دکابل د ادری او ځان له پاره له هندوانو نه پيسی او اسلحه تر لاس کړی د ملیشو او د ګلیم جم د پراخولو له پاره .دا احمق نه پوهیږی چی هندوان په نعشونو او سیاسی مړوجسدونو پانګه اچونه بنده کړی هغه څه چی امریکا ووایی مودی هماغه کوی . خو ددوی مزدوری او غلامی عادت کر ځیدلی او په خپله اراده ژوند او ګذاره نه شی کولای.

-بله مردوده او معیوبه څیره د کرځی ده . چی د حق او باطل په میان او مینځ کی سر ګردانه  کله د یوه خوا کی دریږی او کله دبل. ددی جرات نه لری چی په نره له خپل ملی خیانت او غداری پښيمانی وکړی او  د زړه له کومی توبه وکړی او اسلامی امارت ته بیعت وکړی خو ددی توان لری چی د شهرت او د مطرح پاتی کیدلو له پاره هم له روسانو سره هم له هندوانو هم له ایران او حتی پاکستان سره په ناندریو او غالمغال او ګیلو اخته وی.

دغو خلکو څلور  ډیر ګمراه او  دنیا پرسته او فاسده معلمان لرل : مجددی  ګیلانی  ربانی او سیاف، مجددی او ګیلانی غلامی خوښوله تل د انګریز   داجیرانو افتخار یی درلود او په اشغال کی مړه شول دین او جهاد دوی د قدرت او پيسو نه جار کړل. ربانی  د قدرت حرص درلود خو  زړه ورتیا یی نه او دی د نورو دلاس بازیچه وو. اخرنی کس ژوندی دی او دی سړی په قدرت او پيسو ایمان راوړی. دده عقیده چاته تر دا نن ورځی ښکاره نه شوه.

دی چی شیخ الحدیث دی څرنګه کولای شی د ناتو د جغ لاندی د دغسی یوی وابسته او مزدوری اداری حمایت وکړی او هغی ته اسلامی نوم ورکړی او د هغی په خلاف جهاد ته د بغاوت نوم ورکړی . تر دا اوسه ده د روس د  اشغال فرق ددی اوسنی  اشغال سره نه دی بیان کړی .رسما دی د ناتو شتون دلته اشغال نه ګڼي خو د کوم نص او حدیث په بنیاد ددوی د نظامی شتون دلته ده نه دی ثابت کړی. یا دا چی دی ناتو ته کومه ډیره ویرونکی خامی لری چی د هغی د افشانه دی ډاریږی او یا دا چی دده ایمان سلامت نه دی پاتی.

یوه خبره  واضحه ده چی دوی ټولو په خپل مینځ کی دا عهد او فیصله کړی ده چی هریو به بل ته څه نه وایی که هر څه کوی او هر یو به ازاده وی چی څرنګه حاکمیت چلوی او څوک به دبل چا په کار غرض نه لری .هر یو به د بل احترام ساتی خو کله کله به د خلکو د غولولو له پاره زرګری په درواغو بحث کوی اوناندری به وهی .خو عملا به ددی له پاره چی له یوه دسترخوان نه مړی خوری د بل مزاحمت نه کوی.

دوې په دی خبری نه دی پوه شوی چی ددوی د خدمت موده پوره ده او دوی هم نور دمزدوری توان او وړتیا نه لری .تاریخ ددوی تیر دی.

بله دا چی پس له ناتو او امریکی زه د بل هیواد په وس کی دا قدرت او باور نه وینم چی دوی دی په کوم ماموریت وګماری. د ناتو مالی او نظامی طاقت چی دوی ته کافی نه وو چی دا مینه او وطن اداره کړی نو بل کوم قوت اوهیواد به دا جرات وکړی چی پر داسی یو ناکام ټولګی او څیرو اعتبار وکړی. دوی به بیا بیا همداسی اواره او سرګردانه  اسپانسر پسی یعنی امر پسی ګرځی خو بی له دی چی له طالبانو سره په یوه میثاق توافق وکړی بله لیار دوی ته نه ده پاتې.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x