افغانستان

د وردګو وکیل: دېرش وسله وال هزاره ځوانان د علیپور د ظلم په مقابل کې له طالبانو سره درېدلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ تله، ۱۳۹۹ل): د میدان وردګو ولایت دولایتي شورا وکیل «شریف الله هوتک» وایي، د یاد ولایت په جلریز ولسوالۍ کې دېرش مسلح هزاره ځوانان د نامسئوله وسله والو د قوماندان «علیپور» د ظلمونو او بې عدالتۍ په غبرګون کې له طالبانو سره یو ځای شوي.

هوتک په همدې تړاو پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې یادو دېرش مسلح ځوانانو د علیپور د ظلم او بې عدالتۍ په غبرګون کې له طالبانو سره تر یو ځای کېدو وروسته د جلریز ولسوالۍ د مرکز اړوند «سیاپيتاب» نومي سیمه کې نظامي مرکز هم جوړ کړی.

نوموړي زیاته کړې، چې د یادو کسانو مشري د پخواني جهادي قوماندان زوی «سید فروتن اغا» کوي.

د هوتک په خبره، د وردګو ولایت په هغو سیمو کې چېرې چې هزاره قومونه اباد دي، طالبانو خپلو لیکو ته جلب او جذب پیل کړی او دا لړۍ لا هم روانه ده.

د عليپور له ظلم تنګ کسان داسې مهال د طالبانو لور ته پناه وړې، چې په دې وروستیو کې نوموړي په عامو وګړو سربېره د کابل حکومت په نظامي مراکزو او د عسکرو په پوستو هم بریدونه پیل کړي، او ګڼ عسکر او پولیس یې له ځانه سره یرغمل وړي.

علیپور چې په میدان وردګو، غور، بامیانو او نورو سیمو کې نا مسئول وسله وال لري، څه موده وړاندې د کابل حکومت له لوري ونیول شو؛ خو د اشرف غني دویم مرستیال «سرور دانش» نوموړی بیا ځلې په ضمانت خوشی کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

وروڼوهزاره ،پښتون،تاجک،ازبک اوداسی نورچه ورځ دآخرت منی پرټولوکتابواونبیانوایمان لری مسلمانان دی اوټول مسلمانان سره وروڼه دی داچه داشیعه دۍ داسنی دۍ په دغه آیاتوکی تاسوپخپله ووایاست الله مشرک بللۍ دۍ داډلی موږته مفسدینوجوړی کړی دی زموږ دبی اتفاقۍ دپاره چه کفارموږدځانوپه مقابل کی کمزوری کی دتابعینوتروخته(۱۳۰کاله)تنهاپرقرآن عمل کیدۍ دامذهبونه وروست مفسدینوزموږدخرابیدودپاره جوړکړی دی ،دقومودپاره الله په قرآنکریم کی فرمایی:تاسوټول مادیوه نراوښځی وخلق الاست اوپرقومواوقبیلومی ددی دپاره وبیشلاست چه تاسویوبل وپیژنۍ په نزددالله هغه بهتردۍ چه تقواداره وی.داچه څوک کم اصحابی بهتربولی هغه دهغوشخصی ګناه اوجرم دی نه یی زموږڅه پوښتنه کیږاونه زموږداله دوی څخه پوښتنه کیږی دالله په حضورکی زوی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x