افغانستان

زلمي خلیلزاد یوځل بیا د قطر او سیمې هېوادونو سفر پیل کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹ تله، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې بین الافغاني مذاکرات د بن بست په حالت کې ښکاري د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد قطر او د سیمې هېوادونو ته تازه سفرونه پیل کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، خلیلزاد به ددې سفر په دوارن کې قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو له اعضاوو سره هم وګوري.

په ورته مهال زلمي خلیلزاد په یو لړ ټویټونو کې څرګنده کړې، چې بیرته دوحې او د سیمې پر لور ځم، ترڅو له شریکانو سره د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې د مذاکراتو او د سولې نه وروسته د سیمه ییز ارتباط او سوداګریزې ودې په اړه خبرې وکړو.

نوموړي زیاته کړې چې افغانان او نړیواله ټولنه د سولې روان مذاکرات له نیږدې څاري او تمه لري چې د مذاکراتو پایله کې یوه نوې سیاسي نقشه او تلپاتې اوربند لور ته پرمختګ وکړي.

خلیلزاد په داسې مهال قطر او د سیمې هېوادونو ته تازه سفر پیل کړی، چې د ۱۸ ورځو په تیرېدو لاهم د بین الافغاني مذاکراتو د تماس ګروپونه د مذاکراتو د طرزالعمل او کړنلارې په جوړولو نه دي بریالي شوي او د اختلافي مواردو پر سر  اختلافات په خپل ځای پاتې  دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x