افغانستان

د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد: که د حزب رهبرۍ کې روان حالت بدل نشي؛ نوی امیر ټاکو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ تله، ۱۳۹۹ل): د حزب اسلامي ګوند د شوراګانو اتحاد ګواښ کړی، چې که د حزب په رهبرۍ کې روان وضعیت تغیر ونکړي؛ نوی امیر به وټاکي.

دغه څرګندونې د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد مشر «جمعه خان همدرد» د بلخ ولایت په مرکز «مزار شریف» کې رابلل شوې یوې ناستې ته کړې.

نوموړي ویلي، چې د حزب مشرتابه باید د رڼو او شفافو ټاکنو له لارې وټاکل شي او مالي او سیاسي شفافیت باید موجود وي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې د حزب د لا وحد ت او پراختیا په موخه یې د شوراګانو اتحاد تشکیل کړی؛ خو په خبره یې که د حزب په رهبرۍ کې روان وضعیت تغیر نشي، نوی امیر به وټاکي « که چېرته حزب اوسنۍ رهبري د حزب په اوسني وضعیت کې تغییر رانه‌ولي، نو همدا د حزب اسلامي افغانستان د شوراگانو اتحاد به خپل امیر ټاکي.»

همدرد ددې تر څنګ له ټولو ګوندونو سره «وروي او وحدت» غوښتی او  په قطر کې د سولې له روانو خبرو یې بشپړ ملاتړ اعلان کړی.

یاده دې وي، چې څو میاشتې وړاندې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي ګوند لسګونه غړي جلا شول، چې جمعه خان همدرد هم پکې شامل وو.

د حزب اسلامي ویاند «همایون جریر» هماغه مهال ویلي وو، چې یاد کسان له دې امله جلا شوي چې په حزب کې د ټاکنو له امله یې دندې له لاسه ورکړې وې او ځای یې ځوانانو نیولی و.

نن ټکی اسیا که څه هم هڅه وکړه، چې په دې اړه د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند نظر واخلي؛ خو له هڅو سره، سره ونه توانېدو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x