افغانستان

سیاسي ګوندونه: د نجیب تلین د سولې پروسې د منحرفولو په موخه نمانځل کېږي، مخه یې نیسو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ تله، ۱۳۹۹ل): په کابل کې سیاسي ګوندونه وایي، نجیب یو «جنایتکار» او د «ملت قاتل» انسان و، چې د کمونستانو «پاتې شونې» یې د سولې پروسې د تخریب په موخه د تلین نمانځلو هڅه کوي.

د سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونه له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه چې یوه کاپي یې «نن ټکی اسیا» ته هم رسېدلي پکې راغلي، چې د «تلې» د میاشتې په پنځمه نېټه له دین او فرهنګ «نا اشنا» څو کسانو غوښتل چې د «جنایتکار» او د «ملت قاتل» نجیب تلین ونمانځي؛ خو د «وطن د ريښتینو بچیانو» د مقاومت له امله ونه توانېدل  او اوس  یې بیا د نمانځلو هڅه کوي.

دغه خبرپاڼه چې د حزب اسلامي، جمعیت اسلامي، حزب وحدت، حرکت اسلامي، د نجات ملي جبهې او دعوت اسلامي ګوندونو، د افغانستان د علماوو  مجمع او د سولې ولسي مجمع استازو ورباندې لاسلیکونه کړي وړاندې پکې راغلي، چې د نجیب تلین د سولې پروسې د منحرفولو او په هیواد کې د جګړې او تاوتریخوالي د زیاتولو په هدف لمانځل کېږي، چې حکومت یې باید دسولې پروسې د خوندیتوب او د دیني مقدساتو او ارزښتونو د ساتلو په موخه د نمانځل کېدلو مخه ونیسي.

همدارنګه په یوه بله خبرپاڼه کې د کابل امنیه قوماندانۍ ته لیکل شوي، چې سیاسي ګوندونه او مدني بنسټونه د اسلامي ارزښتونو د ساتنې په موخه د لویې جرګې د خیمې په وړاندې د سهار له اتو بجو د غرمې تر دوولس بجو ناسته جوړوي، چې امنیت یې باید ونیول شي.

یاده دې وي، چې په تېرو څو لسیزو کې دا لومړی  ځل دی چې د سولې د هڅو په اوج کې د یوه متنازغ شخصیت چې د افغانانو د عامه وژنې او د کفري افکارو درلودلو تورونه ورباندې دي؛ تلین نمانځل کېږي.

څو ورځې وړاندې د نوموړي پلویانو د لویې جرګې په خیمه کې د تلین نمانځلو هڅه وکړه؛ خو یو شمېر کسان یې په وړاندې ودرېدل او تر منځ یې نښته هم وشوه.

تازه داسې ویل کېږي، چې د نجیب یو شمېر پلویان د راتلونکې پنجشنبې په ورځ بیا ځلې د تلین نمانځلو هڅه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نواب

دنجیب په منحوس لاس د وژل شویو شهیدانو زامن دنا پوهی او جهل په وجه نن د خپلو پلرونو د قاتلینو سره په یوه صف کی ولار دی، یا د دخپل پلار شهید ته مردار او جهاد ته نامشروع جنگ ووایی،او یاد خپل زان دملحدینو له صف نه وباسی، نجیب په خاد کی جلاد و، خو کله چه روسانو شکست وخور نجیب بیا ملا شو. د ۴۰ کلن ناورین، ناخوالو، بدبختیو، کراونو او د وینو دسیلابونو د بهولو اصلی غدار او مجرم دلینین بزرگ مرید د محمد سردار داود خان قاتل داکترنجیب ده، د نجیب وینا: اسلام وارد شده عرب… نور لوستل »

جمیل

عجیبه ده چی د څو بیدینو او کوڅه ډبو مخه دا دومره غټ حذبونه نسی نیولای ! که د دی احذابو د مشر غړو څخه وپوښتل سی چی که سبا کرزی او یا غنی مردار سو بیایی تلین ته ورځی که نه ؟ سترګی به مړی واچوی . د نجیب ګاو ، مداری کرزی او لیونی غنی تر مینځ توپیر نسته یو تر بله خائن دی ، د ټولو همکاران او خواخوږی یو دی ، ټوله بیدینه ، بیهمته او غلام صفته دی ، د دوی په رګو کی د ایمان او غیرت وینه وچه سوی ، یوازی په شیطان… نور لوستل »

دوکتور غروال

اوس جګړه د دوګما کمونستانو او تش په نامه جهادی اسلامی ګروپونو تر مینځ د اجنبیانو له خوا ( روسیه او امریکا ) مینځ کښی علنی شروع شوه او ګوډاګی تش په نام ولس مشر د جګړی تودوالی لپاره دوګما کمونستانو ته د قاتل او شوروی غلام نجیب الله د تلین ورځ لمانځلو فرمان د نورو ناقصو فرمانو په شان صادر کړۍ دی اما د عملی کولو جرأت نشی کولای ددی هم علت موجود دی ! د ملت تامی تباهی ته شعوری داسی اجنبی غلامان پلانیز تشویق شویدی تر څو چی دافغانستان بحران نور هم لا زیات او پدی شکل سره د افغانستان… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x