ټولنیزه برخه

فکري اړخ،… غربي موډلونه

ثناء الله شرفزوی

د امریکایې یرغل سره سم د عسکري جګړي سره په خواکې فکري جګړه هم ښه په سرعت سره روانه شوه چې د میډیا د انحراف ترڅنګ د ځوانانو د فاحش او بیلاري کولو لپاره یې بیلابیل وسایل په کار واچول او د ښځو د فاحش او بازار ته د راویستلو لپاره یې بیلابیلې ټولني ،انجیوګانې په هر لوی ښار کې د امن کورونه او نور …جوړکړل.

تر څو اسلامې ټولنه په خپلو لومو کې ګیره کړي.

د معلوماتو له مخې اوس تقریباً په افغانستان کې د ښځو لپاره 29 انجيوګانې يا شخصي مؤسسات کار کوي ، په دې کې د امريکا ، فرانس ، برطانيې او جرمني مؤسسات شامل دي، چې په حکومتي کچه باندې له دې هم زياتې دي ،
دا مؤسسات ظاهرا شخصي دي خو البته تر شاه يې حکومت ولاړ دي ، په مختلفو ولايتونو کې په پراخه کچه فعاليت کوي ، هره مؤسسه په ميليونونو ډالرو باندې بوديجه لري، چې په بیلابیلو برخو کې فعالیت کوي.چې سهلتونه اودفعالیتونه یې یواځې تر خپلې ساحي او ښارونو پوري محدود وي چیرته چې ښځي په اسانۍ له کوره دفتر ته راویستلی شي.

د مؤسساتو والا څه ليوني نه دي چې د يو چا د کور دروازه وټکوي او جينس پتلون ورکړي چې دا واغوندئ ، بلکه د غرب دا طريقه ده چې هغوئ هر چېرې ځي نو اول د هغه خلکو ذهن مطالعه کوي بيا رفته رفته يو يو قدم نېږدې کېږي ، په اسلامې خصوصن : په عربي ممالکو کې او ايران کې توره عبايا ( حجاب ) يو قانون دی ، اول غربي مؤسساتو دسې کار وکړو چې د دوئ په اندرون باندې يې کار وکړو ، اکثره ښځې يې د حجاب نه لاندې جينس او پتلون اچوي ، او له پاسه پرې تور حجاب …!

غربیانو په ډیر عجیب ډول دوي ته هلته داسې کار وکړو چې هماغه تورو حجابونو کې يې سټايلونه راويستل ، اوس هلته هم دا حجاب لکه د واسکټ په څير يوازې په اوږو اچول شوی وي نور خير و خيريت وي ، او تير کال د دې فيشني حجابونو تجارت دوه سوه ملیارده ډالره ته رسېدلي وو.

بل مثال : اوس په پاکستان کې چونکه حجاب لازمي نه دی نو هلته د ښځو تحريکونه شروع شول چې موږ له سړيو آزادي غواړو ، هلته بعض ښځې د عربو نه يو قدم مخکې تللي ، شعار يې ډېر خندونکی وي ، بلکه درې کاله مخکې د کراچۍ په يو پوهنتون کې بعض ښځو مخصوص لباسونه ديوالونو پسې ځوړند کړل او بيا يې ويل چې دې کې څه خبره ده ؟ همدا راز هلته په رسنيو کې ښځې ويښتان لوڅ کار کوي ، د پاکستان نه هم يو قدم مخکې چې دې هغوئ بعض شرقي ممالک دي چې د هغې ځای ښځې د ليسبين ( د ښځو له ښځو سره واده ) لپاره مبارزه کوي ، نانځکو او حيواناتو سره واده لپاره يې د انسانيت په نامه یې مبارزه روانه کړې ، نو لنډه دا چې دا ټول هماغه يو مؤسسات دي چې په مختلفو هيوادونو کې د هغه ځای د خلکو د فکر مطابق يې مبارزه روانه کړې.

په افغانستان کې بلکل په اولني پړاؤ کې دي ، اول غواړي چې چادري نه خبره سادر ته راولي، دا کار په جبري ډول نه تر سره کیږي بلکې په سیستماتیکه توګه یې ترسره کوي.

تاسې وګورئ د میډیا حالات او هلته د ښځو لباس او فاحشو سریالونو ته چې ټولو ټلویزونو کې همهاله روان دي چې دې سره اوس خلک عادي شوي آن موډ هم له همدې سریالونو اخلي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x