
د کویټ امیر شیخ صباح ومړ او پر ځای یې ولیعهد امیر وټاکل شو
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۸ تله، ۱۳۹۹ل): د کویټ امیر شیخ صباح الاحمد الجابر الصباح (91 کلن) د وفات اعلان نن د سې شنبې په ورځ د نوموړي د دفتر مشر وکړ او پر ځای یې د کویټ د وزیرانو د شورا لخوا ولي عهد شیخ نواف الاحمد الجابر الصباح د کویټ هیواد نوی امیر وټاکل شو.
د کویټ د وزیرانو شورا په دغه هیواد کې د نوموړي په مرګ ۴۰ ورځي رسمي ماتم اعلان کړی دی او دولتي اداري يې د ۳ ورځو لپاره رخصت کړي دي.
وفات شوی امیر په کال ۱۹۶۱ میلادي د کویټ د استقلال وروسته ۱۵ امیر وو، نوموړی په کال ۲۰۰۶ کې وټاکل شو، تر هغه مخکې د ۴۰ کلونو راهیسي د کویټ د بهرنیو چارو وزیر وو، خو په کال ۲۰۰۳ کې د حکومت رئیس ټاکل شوی وو او بیا په ۲۰۰۶ کې امیر شو.
د نوموړي د وفات سره سم عربي او غیر عربي هیوادونو د تعزیت پيغامونه خپاره کړي او رسمي ماتمونه یې اعلان کړي، د اردن پاچا ملک عبدالله بن الحسین په خپل هیواد کې د ۴۰ ورځو رسمي ماتم، د قطر هیواد امیر شیخ تمیم بن حمد د ۳ ورځو ماتم اعلان کړی دی.
نوموړي ته څو ورځې وړاندي د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا افتخاري د اعلی قومندان عسکري رتبې مډال په سپینه ماڼۍ کې ورکول شو.
په سیاست کې د څلویښتو کلنو لپاره د بهرنیو چارو وزیر په توګه د پاته کېدو له امله نوموړي ته د کویټ په کورني او بهرنی سیاست کې د ډیرو سترو پيښو او منځګړیتوبونو کریډیټ ورکول کیږي، په ځانګړي ډول د یمن په شخړه کې، د ایران او عراق په جګړه کې او همداسي په دې وروستیو کې د قطر او سعودي – امارات – بحرین او مصر تر منځ په منځګړیتوب کې يې ډیري هڅې وکړې.