افغانستان

د بدخشان د کوهستان ولسوالۍ امنیه قومندان د عشر ټولولو پرمهال وژل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹ تله، ۱۳۹۹ل): سیمه ییزو چارواکو د بدخشان ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې له طالبانو سره د نښتې پرمهال ددې ولسوالۍ د امنیه قومندان عبدالظاهر ضیايي د وژلو خبر ورکړی دی.

د بدخشان ولایت مطبوعاتي دفتر ددې پېښې په تایید سره ویلي، چې قومندان عبدالظاهر ضیايي تیره شپه له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې له ۲ نورو محلي پولیسو(اربکیانو) سره یوځای خپل ژوند له لاسه ورکړی؛ خو یوې سیمه ییزې سرچینې نن ټکي اسیا ته ویلي چې په دغه پېښه کې د قومندان ضیايي په ګډون ۵ تنه پولیس وژل شوي دي.

سرچینه زیاتوي قومندان ضیايي د ولسوالۍ مرکز ته څېرمه کلي ته ددې لپاره ورغلی ؤ، ترڅو له عامو خلکو په جبر او زور سره عشر واخلي، چې د طالبانو له برید سره مخ شو او ووژل شو.

باید وویل شي چې د هېواد په شمال او شمال ختیځو ولایاتو کې د پولیسو ډیری قومندانان او زورواکان له خلکو د وسلې په زور د عشر او زکات په نوم باج ټولوي، چې له امله یې عام ولس ډیر په تنګ راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x