ټولنیزه برخه

د موخې په لار کې استقامت

ژباړه‌: حسیب الله سجاد

هر ډول موخې ته د رسېدو لپاره استقامت او ثبات ضروري دی او که انسان د موخې په لار کې استقامت ونه لري نو تر ټولو کوچنیو موخو ته نشي رسیدلی، ډېری خلکو غوره کړنلارې پیل کړې دي خو یو څه وخت وروسته له کمزورۍ سره مخ شوي دي او کارونه یې پرېښي دي چې د وخت له ضایع کېدو څخه بل څه په لاس نه دي ورغلي.

لوړې موخې تر ټولو زیاتو هلو ځلو ته ضرورت لري او په دغه لاره کې ثبات او ټینګ درېدل ضروري دی تر څو انسان غوره پاېلې ترلاسه کړي، بې‌صبره انسانان نشي کولی د بریالیتوب څوکې فتحه کړي، یا په پیل او یا په نیمایي کې وروسته پاتې کېږي او خپلې موخې ته نه رسیږي.

موخې ته د رسېدو په لار کې ټینګ درېدنه او استقامت دا دی چې د موخې له روښانتیا وروسته موږ د خپلې موخې په لور خوځښت وکړو او د لارې په اوږدو کې هر ډول ستونزو ته خپله اوږه ورکړو او دغې لارې ته ادامه ورکړو او په سړه سینه او غوره کړنلارې د دې لارې ټول خنډونه له لارې لرې کړو او پرې‌نږدو ترڅو زموږ کمي او ټنبلي موږ له خپل خوځښت څخه پاتې او وګرځوي.

بریالي انسانان هغه نه دي چې له ماتې سره نه مخ کېږي ځکه یوازې هغه خلک خطا نه کوي چې هېڅ کار نه کوي؛ خو بریالي انسانان هغه دي چې هره ماتې د بریالیتوب په لور د لوړوالي او ختلو پُل وګرځوي او له هرې اشتباه او خطا وروسته د هغه د اصلاح په لټه کې شي سمه لار غوره او دغه لارې ته ادامه ورکړي.

استقامت لرونکي انسانان که څه هم کمې وړتیاوې ولري نو خپلې موخې ته رسېدلی شي او بې‌صبره او بې‌حوصلې خلک له استعداد سره سره په کمه اندازه کولی شي بریالیتوب ترلاسه کړي.

اډیسون ویلي دي: «له هغه ځای څخه پیل کوم په کوم ځای کې چې نور تم شوي دي او پرمخ نه دي تللي».

باید په دې یقین او باور ولرو چې لوړ کارونه په قوت او پیاوړتیا نشي ترسره کېدای بلکې په صبر او استقامت سره پای ته رسیږي.

پافشاری و استقامت میخ
بر سرش هر چه بیشتر کوبی

سزد ار عبرت بشر ګردد
پافشاری‌اش بیشتر ګردد

پر نفس د باور او موخې ته د رسېدو په لار کې یوه غوره بېلګه هم «جان کودار» دی هغه په پنځلس کلنۍ کې د موخو په لړلیک کې ۱۲۷ موخې لیکلې وې ترڅو په ژوند کې هغه ته ورسیږي.
کلونه تېر شول او نوموړي موخو ته د رسېدو په لار کې هلې ځلې کولې او تر ۱۹۹۳م کال پورې یې وکولی شول چې ۱۰۸ موخو ته ورسیږي، البته د موخو لړلیک یې هم آسانه نه ؤ بلکې ستونزمنې موخې او په ښکاره توګه ډېرې موخې یې داسې وې چې ورته رسېدل ستونزمن وو.

د هغه له موخو څخه کولی شو موږ یو څو راواخلو:
د نړۍ د شلو هېوادونو د تمدن او فرهنګ څېړنه.
د همالیا د غره لوړې څوکې (ایورست) ته ځان رسول.
د نړۍ په ټولو هېوادونو چکر او له هغه څخه لیدنه (۳۰ هېوادونه ترې پاتې شول).
د لامبو وهلو، په اوبو کې د غوټې وهلو، آس زغلونې د مهارتونو زده کول.
د بریتانیا د داېرة المعارف مطالعه (د نړۍ تر ټولو لویه دایرة المعارف څخه ده).
د طب په علم کې مهارت ترلاسه کول.
په یو پوهنتون کې تدریس کول.
د یو کتاب لیکنه (د نیل د سیند په لوري د سفر کیسه) یې ولیکله.
د هسپانوي، فرانسوي او عربي ژبو زده کول (ټولې یادې ژبې یې زده‌کړې).
د سقراط، افلاطون او شکسپیر په څېر د نړۍ د ۲۰ لویو فیلسوفانو او لیکوالانو د لیکنو لوستل.
د ټوپک زده‌کړه.

یاد شوې موخې د (جان کودارد) د موخو له څو ګونو موخو څخه وې چې هغه وکولی شول ترڅو د دغو موخو پای ته ورسیږي.

نو انسان کولی شي په لوړ همت، په نفس د باور او استقامت څخه وروسته څه چې غواړي هغه ترلاسه کولی شي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x