شعـــــرونه

سپوږمۍ د امن ته د ستورو هرکلی راوله/ کاروان

پيرمحمد کاروان

موسم د مني دی خو ته په کې سپرلی راوله
سولې زین کړی د ګل ګل مینې نیلی راوله

زمونږ سندرې ساندې ساندې چیغې چیغې د ویر
په کې جوهر د خوشحالۍ په سُر و لی راوله

نه چې پردی شي په پردي وطن کې ورک شي رانه
د مور وطن واوره ناره وایي لالی راوله

د لمر قاصد ویل چې شپې مو سپینې سپینې راځي
سپوږمۍ د امن ته د ستورو هرکلی راوله

په سرو سکروټو کې روانې اوبه وینم په خوب
د ګلابونو د نرګسو بوزغَلی  راوله

سېل د باګرام د بلبلانو دې کابل ته راځي
خپل آباسین ته تږی تږی کابلی راوله

پر پاڼه پاڼه یې  کاروان لیکي افغانه غزل
و خړو دښتو ته  د سره غاټول ټولی راوله

۸ میزان ۱۳۹۹ هجري شمسي، خوست توره وړۍ

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x