نړۍ

سینده طوفاني بارانونوله کبله ۲۵۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړ

فيضانات باكستان (نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۱۳) پاکستاني چارواکو خبرورکړی دي چی له تیرو دوو اونیو څخه بیاتراوسه پوري په روانو طوفاني بارانونو له کبله دپاکستان دسینده په ایالت کی له ۲۵۰ کسه څخه زیات خلګو خپل ژوند له لاسه ورکړی دي اوپه ملینونو نورخلګ زیانمن شوی دي.

په پاکستان کی دافتونو په وړاندي مبارزه کونکي اداری خبرورکړی دي چي دپاکستان دسینده په ایالت کي دروغتیایی اوبیړنیو مرستو دکموالي اوپه سیمه کی دنورو بارانونو داوریدلو په صورت کی اولس له نورو زیاتو مصیبتونوسره لاس اوګریوان دی.

که څه هم په دي وروستیو کی دملګروملتونو مرستندویه ټولنه په زیانمن شویو سیمو کی دمرستو اوسیلاب ځپلو خلګو ته دنجات ورکولو سلسله پیل کړی دي، خو څرنګه چي په سینده کی طوفاني بارانو لکه څرنګه چي اټکل کیده له هغه څخه څو ځلي زیات اوریدلي اولا نورهم اوریږي رواني مرستي درامنځ ته شویو افتونوپه مقابل کی دنیشت سره برابردی.

دپاکستان په سیاست کي دډیرپخواني او وتلي ګوند مسلیم لیګ مشر نوازشریف هم تیره ورځ دسینده ایالت ته سفرکړی وو ترڅو له افت زده خلګو سره له نژدي وګوري، نوموړي وافت وهلو سیمو ته درسیدو پروخت وویل که څه هم سیمه سختو طوفانونو ځپلی ده، خوپاکستان دومره توان لری چي له سیلاب ځپلو خلګو سره مرسته اوکمک وکړي نوموړي زیاته کړه سمدستي اړینه نه ده چي دپاکستان حکومت و نړیوالو ته دمرستي اوفکر لاسونه وغزوي، بلکه پاکستان دومره توان لري چي دسیلاب ځپلو خلګو مشکلات په خپله حل کړی.

دپاکستان ګاونډي هیواد هندوستان کی هم طوفانی بارانونو زیانونه اړولي دي، هندي چارواکو خبرورکړي چي دهیواد په ختیځ اوریسا ایالت کي ځیني سیمي طوفاني بارانونو زیان مني کړی دي چی تراوسه پوري چارواکود ۱۶ کسانو دوژلو اوله یو ملیون څخه زیاتو دبی ځایه شویو خلګو خبرورکړی دي.

په پاکستان کی چارواکي وایی چی تراوسه پوري دسینده ایالت په ۱۹ مختلفو سیمو کی ۲۶۰۰ کلي اوبانډي اوبو لاندی کړی دي، ددغو سیمو خلګو کورونه خوشي کړی اوځینی هسکوځایونوکی ترشنه اسمان لاندي پراته دی هرڅه یی له لاسه ورکړی، یواځي پاکستاني فوځي هلیکوپترالوتکوته سترګی په لاره وی چي له اسمان څخه ورباندي دخورک اوڅښک لپاره څه وغورځوي.

که څه هم دارنګه موسمي بارانونه هرکال داسیا جنوبي سیمي تراورښت لاندی راولي خوله تیرکاله راهیسي دغه بارانونه په پاکستان کي له اټکل څخه څو ځلي زیات اوریدلي، تیرکال هم پاکستان سختوطوفاني بارانونو ځپلی وو، اوروان کال بیا وینو چي له تیرو دوو اونیو راپدي خوا دپاکستان دسینده ایالت سختوطو فاني بارانونو لاندی کړی دی.

داسمانی افتونوپه وړاندي مبارزه کونکي اداري خبرورکړی دی له تیرو دوو اونیو څخه روانو بارانونو دسینده په ایالت کي په ملینونوکورونه یاخوویجاړکړی اویایی هم څه ناڅه زیانمن کړی دي.

په کراچي کی دنن ټکی اسیا همکار دسینده ایالت دباراني سیلابونو له کبله بی ځایه شوی کډوالو و تم ځایونوته ورغلي، نوموړی وایی چی بی ځایه شوی خلګ ترشنه اسمان لاندی پراته دي، په ډول ډول ناروغیو اخته شوی دي، نه یی دخورک لپاره کوم خواړه اویاهم دڅښن لپاره کومي اوبه درلودي،کومی مرستي چي له بی ځایه شویو خلګو سره کیږي هغه مخکی له دی څخه چي دبی ځایه شویو خلګو وپنډغالوته ورسیږي دخلګو له لوري پرلاره چوراوچپاول شي.

له بلي خوا دماشومانو نړیوال صندوق له لوري په یوه راپورکی ویل شوی چي په پاکستان کي دروانوی سیلابونو له کبله ۲.۵ملیونه ماشومان متآثره شوی دي.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x