
د اسلامي نظام په اړه درې ډوله افکار!
اسامه جوهری
په معاصره نړۍ کې د مفکرينو ترمنځ تر ټولو ستر بحثونه په نظامونو باندې کېږي ، نظام هغه اجباري څيز وي چې انسان يې پخپله په ځان باندې تطبيق کوي او منلو ته يې چمتو وي ، همدا راز اسلام هم يو نظام لري ، خو په معاصره نړۍ کې درې مفکورو والا خلک د اسلامي نظام په اړه ليدلی شو ،
۱: هغه خلک دي چې اسلامي نظام د وګړو په کړنو قياس کوي ، او دا نيوکه کوي چې ګوره ! فلانکۍ ډلې اسلامي نظام جوړ کړی وو او څنګه څنګه اعمال به يې کول ، زما په فکر دا قسم دليل والا تر ټولو کم فهمه او احساساتيان دي ، لامل دا دی چې دوئ د يو څو وګړو په ناسمو کړنو د اسلامي نظام څخه انکار کوي ، دوئ د اسلام مطالعه کولو زحمت نه کوي بلکه يوه عقده يې اخيستي وي ، مثال : څو مياشتې مخکې په امريکا کې يو پوليس راولاړ شو او يو تور پوسته يې وژولو ، نو آيا د دې دا معنا شوه چې د نظام په اصل کې د تور پوستو ناحقه وژل راغلي ؟ هيڅ کله هم يو اکادميک انسان په دې طريقه په يو نظام رد نشي کولی ، بلکې رد لپاره لازمه ده چې په قوانينو کې نواقص راويستل شي .
۲:دويم هغه سيکولر خلک دي چې دوئ وايې اسلامي نظام زوړ شوی بايد نوې نړۍ سره د مقايسې لپاره د نوې نړۍ نظامونه تطبيق کړل شي ، متأسفانه د همدې فکر په سلسله کې بعض ( متجددين ) هم پيدا شول ، او زيات کوښښ يې په دې دی چې څنګه د اسلام او غرب تصادم لمنځه یوسي ، او پر ځائ همه شموله نظام راوړي ، خو زما په فکر دا دواړه ډوله خلک په غلط فهمي کې واقع دي ، لامل دا دی چې :
نظام کوم مادي څيز نه وي چې لمر به يې وهي او يا به زوړ شي بلکه نظام غير مادي څيز وي ، زوړ والی يا نوې والی نه لري بلکه ( صحي او غلط ) باندې تلل کېږي ، که چېرې يو نظام صحي وي نو هغه دې درې زره کاله پخوانی ولې نه وي خو بيا هم هغه د موجوده زمانې لپاره کارول کېدلی شي او که نظام د موجوده زمانې لپاره سم نه وي نو هغه رد کېدلی شي ، معاصر غربي فيلسوفان تر ډېره حده د يوناني فلسفو او سفسطو څخه کاپي کوي ، حال دا چې هغه د اسلام نه هم مخکې تېرې شوي ،
نکته : دا نکته ياد ساتل پکار دي چې غرب مجبوره وو چې زړې فلسفې او سفسطې راواخلي ، ځکه چې هغوئ سره هيڅ کوم سالم اجتماعي نظام نه وو ، د (فيوډل لارډ ) او د پاپايانو خواهشاتو د يو نظام بڼه غوره کړې وه ، دوئ په حقیقي معنا دې ته نه کتل چې زموږ قوانين ټولنه مثبت اړخ ته بوزي او که منفي اړخ ته ، بلکه دوئ دې ته کتل چې قوانين زموږ د خواهشاتو تکميل په سالمه توګه کولای شي او کنه ، نو ځکه په اروپا کې نوې مفکرين پيدا شول او د حاکمانو په خواهش پرستي يې نيوکې پيل کړې ، نو د اروپا عوامو همدي فيلسوفانو ته اوږه ورکړه ، او مجبوره شول چې نوي او زاړه ګډ وډ کړي او يو نظام تيار کړي ، که تاريخ وګورئ نو اکثره فيلسوفان د خپل وخت د حاکمې طبقې سره سخت وران ول ،
نو هغوئ د مجبوريت لامله نظامونه رامنځته کول ،
خو متأسفانه چې بعض (حاکمو ) مسلمانانو سره تيار حاکم او مثبته نتيجه ورکونکی نظام هم وو ، خو بيا يې هم غربي نظامونو ته پناه یوړه ، دا پناه وړل د مجبوري لامله نه بلکه د حماقت لامله وو ، دوئ په دې فکر وو چې غرب ته به پناه ويسو نو عصري به شو ، قوي به شو، خو متأسفانه په لاشعوري ډول باندې د غرب په دام کې ګير شول ، اسلامي نظام هم له لاسه ووت ، زمکې هم لاړې ، اقتصاد هم لاړ ، اتحاد هم لاړ ، علم هم لاړ ، رعب هم لاړ ،
عصريت رانغی هغه اصليت هم ورپسې په جوارئ کې لاړو ….!
لنډه دا چې نظامونه نوي او زاړه نه وي بلکه صحي او غلط وي ، او غرب چې پرمختګ کړی نو په مادياتو کې يې کړي په معنوياتو کې نه ، وس هم په دوئ کې او د دوئ په نظام کې دسې جهالتونه شته چې د کوم د اسلام نه مخکې وو او اسلام ختم کړي وو ،
موږ غربي نظامونو ته اړتيا نه لرو بلکه په مادياتو کې له غرب څخه زده کړې ته اړتيا لرو ، او له دې څخه مو اسلام نه منعه کوي بلکه تلقين هم راکوي ، يو وخت دا مادي علوم موږ سره وو ، هغوئ رانه يوړل ، وس هغوئ سره دي که موږ يې ترې راوړو نو د شرم خبره نه ده .
۳:دريم ډول هغه خلک دي چې دوئ اسلامي نظام غواړي ، خو متأسفانه په دې ډله کې ډېر لږ خلک دي چې په اسلامي نظام يې ځان پوهه کړی ، ډېر لږ خلک اسلامي نظام تشريح کولی شي ، او چې کوم خلک يې تشريح کولی شي هغوئ هم ډوکسو فوبيا (doxo phobia) کې اخته دي ( ډوکسو فوبيا دسې يو مرض دی چې په دې کې انسان د خپل زړه خبره کولو څخه ډارېږي يعنې د خپلې رايې اظهار نشي کولی ) ، وس که چېرې اسلامي نظام رازي هم نو بايد دا دريم ډول فکر والا زيات شي ، او په اسلام ځان پوهه کړي ، د هر مسلمان ذهن ته دا خبر ورسوي چې زموږ بقا په اسلامي نظام کې ده ، او د غرب په دې لاشعوره غلامي کې دسې خوړل کېږو لکه څنګه چې ( وينا په لرګي ) کې ولګيږي ،
هر کله چې يو نظام حاکم شي او تشريح نه شي نو هغه نظام بقاء نه مومي ، لکه مثال چنګيزيان د اسلام نه بعد راغلل په نيمه نړۍ حاکم شول خو وس يې هيڅ معلومات نه کېږي ، لامل دا وو چې هغوئ په زړونو او عقلونو کې ځاي نه وو پيدا کړی ،
همدا راز د تېرې پيړۍ اکثره مسلمانان د اسلامي نظام نه غافله شول ، خالي کوپړۍ ګرځېدل او د همدي خالي کوپړيو څخه غرب فايده واخيسته او د خيالي فلسفو څخه يې ډکې کړې ،
د دې لوئ مثال په اسلامي نړۍ کې ليدلی شو چې غرب غلامۍ ته تعريف بدل کړو ، او دغه تعريفات يې د اکثرو ذهن ته ورسول ، بيا به د يو مسلمان په ذهن کې د غرب غلامي عين آزادي او عصريت بلل کيده ،
نوي فيصده سيکولر مخلوقات د اسلام په اړه علم نه لري بلکه وچ او په عقده ولاړ مخالفت کوي ، که يې نه منئ نو تجربه وکړئ ، يو سيکولر راونيسئ او پوښتنه ترې وکړئ چې : ته په يو مسلمانه کورنۍ کې پيدا شوی يې ، ژوند دې په مسلمانه ټولنه کې کړی ، او بيا هم د اسلامي نظام مخالفت کوې ، آيا تا واقعي اسلامي نظام مطالعه کړی او غلطي دې پکې موندلې ؟ او که فقط له نورو سيکولرانو دې اوريدلي ؟ واضحه خبره ده چې د اسلامي نظام مخالفت يا جاهله شخص کولاي شي او يا عقديئ ،
لنډه دا چې غرب له خالي ذهنونو څخه فائده واخيسته .
وس موږ ( د اسلامي نظام غوښتونکو ) ته پکار دي که واقعا اسلامي نظام سره مينه لرو او په خلکو يې منل غواړو نو بايد د دې لپاره هر اړخیز کوښښ وکړو ، ځان پرې پوهه کړو او د نورو مسلمانانو کوپړيو ته يې ورسوو ، وس ايج اف ريزن(AGE Of REASON) دی ، نظامونه په زور راتللی شي خو په زور نشي چلېدلی ، بلکه نظامونه په قوي استدلال ، قوي نتائجو او منافعو ، او اصولو باندي ساتل کيږي ، ځکه چې د خلکو افکار له زور څخه بغاوت کولی شي ليکن د قوي منطق څخه يې نشي کولای …..!
کم وخت چه غربیان لکه انګریزا،فرانسه ویان اونورداسلامی خلافی دفتوحاتوپه مقابل کی ناکامه اوناامیده سول ولی چه قرآنی اسلام پرعدل اوورورګلوۍ ولاړدۍ اوظالم اوخودپرسته سخت رټی دانسان په پطرت کی الله عدل اوانصاف خوښ کړۍ دۍ نودغرب کفاروانسانانوداسلامی خلافی په حمایت کی دمسلمانانوفاتحینوکومک شروع کۍ فتوحات ډیرژرپرمخ ولاړل دخودفرستوکفارپه زیاته دانګریزان اوفرانسویا خودپرستونماینده ګان سره کښی نستل اودقرآنکریم دمخنوی دپاره یی پلانونه وسنجول اوډیری پیسی یی ددی کاردپاره دعربی نړۍ وملحدواودهندستان وملحدوته ورکی چه کتابونه یی جوړکړل چه مخالف دقرآنکریم وه ولی پرنامه دقرآنکریم وه اودملایانوپه لباس کی خپل مخبران وګمارل دتبلیغ پرنامه چه ترننه روان دی داسی شیان لکه… نور لوستل »
جوهری صاحب لیکی چی بعضی کسان کوښښ کوی چی د اسلام او غرب تر منځ تصادم له منځه یوسی . خو خبره دلته ده چی بیا بعضی کسان د همدی کار برعکس غواړی چی له اسلام څخه د غرب ضد ایډیالوژی جوړه کړی .قران کریم او اسلام د غرب پر ضد ندی رانازل شوی بلکی د جهالت پرضد رانازل شوی . اسلام چی څومره دغرب سره په ټکر کښی ده د هغه څخه لس چنده زیات د شرق سره هم په ټکر کښی ده . بعضی کسان غواړی چی له اسلام څخه د غرب ضد شرقی ایډیالوژی جوړه کړی چی… نور لوستل »
ددې ليکنې تر ټولو مهمه ، په عقل برابره او د پوهيدلو اودعملي کولو ضروري خبره ئې داده : (نظامونه په زور راتللی شي خو په زور نشي چلېدلی ، بلکه نظامونه په قوي استدلال ، قوي نتائجو او منافعو ، او اصولو باندي ساتل کيږي ، ځکه چې د خلکو افکار له زور څخه بغاوت کولی شي ليکن د قوي منطق څخه يې نشي کولای ). يعنی زور مردود ، منفور او بې فائدې دئ . په دا څوارلس کاله کې د اسلامي نظام د نه قائمېدو علت هم همدا د زور استعمال او د دېکتاتورۍ-استبداد تسلط و ،… نور لوستل »
دا چه نن ورځ د یومسلمان تر آزادۍ,حقوقو,امن ,سهولت او خوښۍ پر اسلامی نظام ډیر ټینګار کیږی ماته له تشویشه ډکه مسئله ښکاری. داسی نه چه بیا خدای نخواسته تر شا ئی د یهودو او مشرکینو لاسونه او د هغوی دسیسه وی,چه د A او B پلان پر بنیاد شروع او روانه ده او شاید ډیر ژر نورو اسلامی هیوادونو ته وغزیږی. که موږ لږ متوجه سو پلانونه ټوله د مسلمان لخوا د مسلمان په مقابل کښی نیول کیږی,له اسلامی نظام نه مسلمانان تر کفارو ډیر په وهم ډار کښی دی. ویریږم دا ځل به جنګ او جدل د سنی… نور لوستل »