د نن سرلیکنه

په هلمندکې دي د ملکيانو خونديتوب ته پام وشي!- سرمقاله

نن ټکی آسیا-سرمقاله: له تیرو دوو اونیو راهیسې د هلمند په نا آرامه ولایت کې جګړو او پوځي تحرکاتو زور اخیستی .
په دغو جګړوکې د ښکیلو لوریو په پوځي اوځاني تاوانونو سربیره د سیمې ولسي خلګو ته هم ډیر تلفات اوښتي.
د خبري رسنیو د ورکړل شویو رپوټونو له مخې تر اوسه په دغه جګړه د ملکي خلګو د مرګ ژوبلې شمیره ۶۰۰کسانوته رسیدلې.
همدا راز د هلمند له سنګین،نوزاد ، کجکي، موسی قلعه او نورو نا آمنه سیمو څخه د نا امنیو له وجې نیږدي څلور زره کورنۍ د خپلو سیمو پریښودوته مجبوره شوې.
دغه بي ځایه شوې کورنۍ چې یو شمیر یې د لښکرګاه ښار او ځیني نورې یې په ګاونډیو ولایتونو کې خوندي سیموته تللې له سختو ستونزو سره مخ دي . د ژوند د لومړنیو اساسي اړتیاوو د نه شتون ترڅنګ د موسم د ګرموالي له امله له زیاتو صحي مشکلاتو سره مخ دي.
همدا راز یوشمیر کورنۍ د جګړې په ډګرکې ګیر پاتې دي چې د هغوی له جملې نه یې ځیني کسان د زخمي توب په حال کې یوې خواته هم د تللو توان نه لري.
تیره ورځ د سنګین ولسوالې بوه زیات شمیر خلګو د مظاهرې په ترڅ کې د جګړې له دواړو خواوو وغوښتل چې په سیمه کې د بند پاتي ملکي کسانو خوندیتوب په جدې توګه په پام کې ونیسي.
نوموړو مظاهره چیانو وویل : په داسې حال کې چې دواړه لوري یود بل پر خلاف د بریالیتوب د عواوې کوي ، په سیمه کې امنیتي وضعیت ورځ تربلې خراب او د جګړې له امله د ولسي خلګو مرګ ژوبله ورسره زیاتیږي.
که څه هم چې د جګړې ښکیلې خواوې هرلوری له خپل طرف څخه د ملکیانو د ژوند ژغورلو ژمنې کوي ، خو بیاهم له سیمې څخه وروستې ترلاسه شوي رپوټونو دا په ډاګه کوي چې د ملکي کسانو تلفات مخ په زیاتیدو دي.
د پنجشنبې په ورځ د روغتیا وزیرې ثریا دلیل د لښکرګاه په مرکزي روغتون کې خبریالانوته وویل چې تر اوسه پوري زمونږ په داخلي روغتونونوکې د هلمند دجګړې د ۳۸۰ تنو ټپیانو درملنه شوې .
معمولاپه داخلي روغتونونوکې تر ډیره بریده یواځي د هغو کسانو درملنه کیږي چې یا دولتي پوځیان او یاهم د دولتي افرادو د کورنیو غړي وي ، عادي ولسي وګړي په ډیرو زیاتو مشکلاتو سره په غیرنارمل شرائطو او نامناسبو لیږدوونکو وسائطوکې د ګاونډي هیواد پاکستان روغتونونو ته د درملني لپاره وړل کیږي.
د جګړې په ډګرکې د ملکي خلګو د ژوند ژغورل او هغوته پام کول د جګړې د ښکیلو لوریو انساني او اخلاقي مسؤلیت دی.
باید هغوی دخپل همدغه انساني مسؤلیت له مخې د جګړې په ساحه کې د میشتو ولسي خلګو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي او هغوی له خطره وژغوري.

د نن ټکی آسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x