افغانستان

پاکستان د نوې پالیسۍ له مخې افغانانو ته کوم ډول ویزې ورکوي؟

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹ تله، ۱۳۹۹ل): نږدې له شپږو میاشتو بندیز وروسته بالاخره د پاکستان حکومت افغانانو ته د ویزې د ورکړې پروسه پېلوي او په دې هکله یې نوې پالیسي اعلان کړې ده.

وړمه ورځ د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي محمد صادق پر خپله ټویټر پاڼه افغانانو ته د ویزې د ورکړې نوې پالیسي وړاندې کړه چې له مخې يې په دې پروسه کې یو شمېر اسانتیاوې رامنځته شوي دي.

د یادې پالیسۍ له مخې به ټول هغه کسان چې پاکستان ته سفر کوي له اسانتیاو برخمن کیږي، چې لومړیتوب به سوداګرو، ناروغانو او محصلینو ته ورکول کیږي.

باید وویل شي چې ټولې ورکړل شوې ویزې به ملټيپل وي، یعنې هر وخت به کولی شي د تورخم له لارې تګ راتګ وکړي.

د ویزې د ورکړې نوې پالیسي په کوم ډول دی؟

لومړۍ کټیګوري: د پاکستان حکومت د پریکړې له مخې ټولو هغه محصلینو ته چې په مکتبونو، کالجونو او پوهنتونونو کې خپلو زده کړو ته دوام ورکوي، د ټولې تعلیمې دورې «۵» کاله او یا هم «۲» کاله ویزه ورکړل شي، خو دواړه اختیارونه وړاندې شوي دي او ډیر ژر به وروستۍ پریکړه وشي.

دوهمه کټیګوري: په دې کې سوداګر شامل دي چې د ۵، ۳ یا ۲ کالو ویزې به ورکول کیږي، په دې کې شرط دادی چې سوداګر به پاکستان کې ۵۰ ملیونه کالدارې سرمایه ګزاري کوي او یا کړې وي. دغه راز هغه سوداګر چې له ۲۰ تر ۵۰ ملیونو سرمایه ګزاري کوي ۲ یا ۳ کاله ویزه ورکړل شي.

دریمه کټیګوري: هغه کسان چې میرمنۍ یې پاکستانۍ وي، هغوی او ماشومانو ته به یې هم ۵ کاله ملټيپل ویزه ورکول کیږي.

څلورمه کټیګوري: هغه عام افغانان چې غواړي پاکستان ته په سیاحت ولاړ شي او یا هلته مزدوري کول غواړي د یو کال ملټيپل ویزه ورکول کیږي. په دې کې هغه افغانان هم شامل دي چې په نړیوالو مؤسسو کې کار کوي.

کوم کسان په تورخم کې ویزه ترلاسه کول شي؟

په تورخم فرضي پوله به هغه ناروغان چې سخت وي، لکه امیندوارې میرمنې، ماشومان، ټپيان او داسې نورې ځانګړې ناروغۍ چې بیړني تداوۍ ته اړتیا ولري، کولی شي تورخم کې ویزه ترلاسه کړي.

نوټ: هغه کسان چې ویزې یې په پاکستان کې ختمې شي، تر ۱۴ ورځو کولی شي خپلې ویزې پرته له کومې نغدي جریمې تمدید او یا خروجي لیک ترلاسه کړي، که له ۱۴مې ورځې ځنډ شي بیا به پرې نغدي جریمه لګول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

چی سل قسمه ویزه افغانانو ته ورکړی پولیس یی بیا هم ځورونه کوی او له افغانانو څخه پیسی اخلی او د هغوی مال لوټوی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx