افغانستان

د بغلان ولایت فرنګ ولسوالۍ مرکز سقوط کړی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹ تله، ۱۳۹۹ل): سیمه ییز چارواکي وايي، طالبانو تیره شپه د یوې لنډې نښتې پایله کې د بغلان ولایت د فرنګ ولسوالۍ مرکز او امنیه قومندانۍ تعمیرونه نیولي دي.

د بغلان ولایت سیمه ییزو امنیتي مسئولینو د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، تیره شپه لس بجې طالبانو د فرنګ ولسوالۍ په مرکز ډله ییز برید کړی، چې د لنډې نښتې پایله کې دولتي عسکر له ولسوالۍ څخه په شاشوي دي.

سرچینې زیاتوي، په دغه لنډه نښته کې یو پولیس وژل شوی او یو بل ټپي دی؛ خو د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ تعمیرات او هلته ولاړ ټول دولتي وسایط او تجهیزات د نښتې په دوران کې سوځېدلي دي.

د سرچینې په خبره طالبانو د ولسوالۍ په مرکز او امنیه قومندانۍ کې څو ساعتونه تیر کړي او بیرته خپلو سنګرونو ته ستانه شوي دي.

که څه هم طالبانو تراوسه په دې اړه څه ویلي نه دي؛ خو د سیمې خلک وايي چې نن سهار په ګڼ شمېر کې پولیس او دولتي عسکر په داسې مهال د ولسوالۍ مرکز ته بیرته را ستانه شوي، چې هرڅه ویجاړ شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x