افغانستانسولې اړوند خبرونه

پاکستان: د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وړاندې باید افغانستان کې سوله تامین شي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹ تله، ۱۳۹۹ل): د پاکستان د لومړي وزیر «عمران خان» امنیتي سلاکار «معید یوسف» وایي، د افغانستان خاوره باید د پاکستان په وړاندې استعمال نشي او وړاندې تر دې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووزي، په یاد هیواد کې باید سوله او امنیت تامین شي.

د پاکستان د دولتي راډيو د راپور په اساس، معید دغه څرګندونې له یوه خصوصي تلویزون سره په خپله تازه مرکه کې کړې.

نوموړي ویلي، چې پاکستان د افغانستان د سولې په پروسه کې له تسهیل کوونکو هیوادونو څخه دی او اوس هم د طالبانو او له کابله تللي مذارکراتي ټيم تر منځ د پیل شویو بین الافغاني مذاکراتو بریا ته خوشبیني لري.

معید وړاندې زیاته کړې، چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان او نورو ګاونډیانو په ضد استعمال نشي او وړاندې تر دې چې بهرني ځواکونه افغانستان پرېږدي، په یاد هیواد کې باید سوله او امنیت تامین شي.

نوموړي پاکستان کې شته میلیونونه افغان کډوال یوه بله جدي مسئله یاده کړې، چې دده له قوله، باید افغانستان ته ستانه شي.

د پاکستان له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او زرګونه ناټو او امریکایي عسکر د طالبانو او امریکا تر منځ د شوی توافق سره سم له افغانستانه وتلي.

څه موده وړاندې د امریکا ولسمشر او دفاع وزیر وویل، چې تر راتلونکې نومبر میاشتې پورې زرګونه امریکايي عسکر هیواد ته ستنوي او افغانستان کې یې شمېر څلور یا پنځه زره ته راټيټوي.

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» وایي، که طالبان د دوحې په تړون کې له دوی سره کړې ژمنې عملي کړې، افغانستان کې به خپل نظامي حضور ته د پای ټکی کېږدي.

څو ورځې وړاندې هم د پاکستان لومړي وزیر امریکایي ورځپاڼې «واشنګټن پوسټ» ته په لیکلې مقاله کې ویلي وو، چې بهرني ځواکونه دې په بیړه له افغانستانه نه وزي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

دا خوسی خبری دی. چی همدا نن پاکستان وغواړی سوله ده. فقط یو اعلان دی وکړی چی د طالبانو کیمپونه بند نور حق نلری چی پدی ملک کی ووسی یوه میاشت مهلت کی به سوله سوله شی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x