ټولنیزه برخه

ایا مسلمانان به په علمي ډګر کې د غربیانو سیال شي؟

عمر عماد

د هغه چا په ځواب کې چې وایي: دغه امت به کله هم په علمي ډګر کې د غربيانو سيال نه شي:
زه قطعا پدې باور نه يم چې مونږ په علمي ډګر کې د غربيانو سيال کيدلای نه شو ، بلکې دغه تصو‌ر او دغه انګيزه راته د منهزم او مات ذهنيت چې د امت د اوسني حالت زيږنده دي. نه ، کله هم داسي نه ده ، نه زمونږ عقلونه د هغویي څخه کم دي او نه مو فکرونه تر هغوی پڅ دي ، نو نه هم علم په ازل کې د هغوی په پچه رسيدلی دی.

زه همدا اوس،  د نور امت خو لا څه، يوازې داسې غرب ميشته افغانان پيژنم چې په طب ، انجنيري٫ فيزيک ، کمپيوټر ساينس او نورو علمي څانګو کې هلته شمار پرې کيږي خو ټول د غرب په چوپړ کې دي.

زمونږ متفکر عقلونه او ماغزه ټول غرب ته کډه شول. نه يوازې دا، بلکې هلته چې په کوم شرقي شاګرد کې د نبوغ او اوچت استعداد نخښې ښکاره شي هماغلته د دندې او هوسا ژوند وړانديزونه او ژمنې ورسره کيږي او دهغوی ډير يې مني هم…

خو دا ټولې نا خوالې ولې؟
ماته د امت د تاخر او اوسني نه مننونکي حالت يو مهم او بنسټيز لامل د مخلصو ، صالحو او اهلو چارواکو نه شتون ښکاري. د امت په برخليک هغه چارواکي مسلط دي چې نه خپله د مسلمانانو د رهبرۍ اهليت لري او نه هم کار اهل کار ته سپاري٫ نه يې د ولس سره رښتيني خواخوږي شته او نه د الله تعالی څخه د ويرې احساس کوي ، نه د ملتونو پروا لري ، نه يي غوښتنو ته د پام وړ ارزښت ورکوي ، او نه هم د کوم مسئوليت احساس ورسره شته دی، ټول هم او غم او ټول سوچ او فکر يې د خپل قدرت او شخصي ګټو ساتل او په منصب منګولې خښول دي ، د خپلو ملتونو څخه په ويره کې دي، او هميشه غواړي چې هغوی په يو اوبل مشغول او اوغولوي.
همدغه زمونږ او د غربيانو تر مينځ د مهمو توپيرونو څخه يو توپير دی.

هلته د عالم درناوی کيږي او په څيړنيزو بنسټونو بې شماره لګښتونه کيږي، خو که زمونږ په امت کې د علماوو پوښتنه کوئ نو راځئ چه د مصري عالم او نوبل جائزې ګټونکي احمد الزويل، او پاکستاني اټوم بم جوړونکي عبدالقدير خان د حال پوښتنه وکړو.

دلته د يوې منحوسې او کرغيړنې کودتاه د بري لپاره په ملياردونه ډالر مصرفيږي، خو ايا په علمي او څيړنيزو بنسټونو لګښت څومره دی؟!
ځواب ته اړتيا نشته.

لنډه يي دا چې مونږ د غربيانو نه کم نه يو خو صالح قيادت ته اړتيا لرو.

او تر څو چې مونږ د الله په مرسته او توفيق د خپل حالت د بدلولو هوډ ونکړو، همداسې به د انساني قافلې په لکۍ پسې روان يو.

دا هغه الهي سنت دی چه هيڅ بدلون نه لري (ان الله لا يغير ما بقوم حتی يغيروا ما بانفسهم).

تر څو چې بيرته رښتيني اسلام ته راستانه نه شو، تر هغې پورې د دې ذلت او سپکاوي د حالت څخه وتلو او د سيالانو سيال کيدلو هر بل تصور پرته له ځان غولولو نور څه نه دي .
هو ، لکه څرنګه چه د امت ملهم عمر بن الخطاب فرمايي: ( نحن قوم اعزنا الله بالاسلام ، فمهما ابتغينا العزه بغيره اذلنا الله).

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

دامادځانه ندی لیکلی دسیدجمالدین اونورو کتابوڅخه لیکل سوی معلومات دۍ کم وخت چه غربیان لکه انګریزان،فرانسه ویان اونورداسلامی خلافی دفتوحاتوپه مقابل کی ناکامه اوناامیده سول ولی چه قرآنی اسلام پرعدل اوورورګلوۍ ولاړدۍ اوظالم اوخودپرسته سخت رټی دانسان په پطرت کی الله عدل اوانصاف خوښ کړۍ دۍ نودغرب کفاروانسانانوداسلامی خلافی په حمایت کی دمسلمانانوفاتحینوکومک شروع کۍ فتوحات ډیرژرپرمخ ولاړل دخودفرستوکفارپه زیاته دانګریزان اوفرانسویا خودپرستونماینده ګان سره کښی نستل اودقرآنکریم دمخنوی دپاره یی پلانونه وسنجول اوډیری پیسی یی ددی کاردپاره دعربی نړۍ وملحدواودهندستان وملحدوته ورکی چه کتابونه یی جوړکړل چه مخالف دقرآنکریم وه ولی پرنامه دقرآنکریم وه اودملایانوپه لباس کی خپل مخبران وګمارل دتبلیغ پرنامه چه ترننه روان دی داسی شیان… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx