افغانستان

د غني سلاکاران: د ګوښه کېدو خبر مو د رسنیو له لارې واورېد، غني مو په کال نه دی لیدلی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹ تله، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د مشر «اشرف غني» یو شمېر ګوښه شوي سلاکاران وایي، خپل ولسمشر یې په کال هم نه دی لیدلی او  له دندو د لیري کېدو خبر یې د رسنیو له لارې اورېدلی.

تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د کابل حکومت د ولسمشرۍ ماڼۍ د اوولس سلاکارانو یو لست خپور شو، چې ویل کېدل د اشرف غني په امر تازه له دندو ګوښه شوي.

په ګوښه شویو سلاکارانو کې جګپوړی سلاکار سید حامد ګیلاني، د سولې په چارو کې د  غني سلاکار وزیر قطب‌الدین هلال، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په چارو کې سلاکار وزیر احمد مشاهد، د خلکو په چارو کې د غني سلاکار وزیر محمد ایوب رفیقي، د طبیعي سرچینو په چارو کې سلاکار وزیر شیر محمد جامي زاده او د پراختیا او څېړنو په برخه کې سلاکار وزیر شاه‌ محمد څرګند هم شامل وو.

د ګوښه شویو سلاکارنو له ډلې محمد ایوب رفیقي ازادي راډيو ته ویلي، چې کال کېږي اشرف غني یې نه دی لیدلی او د ګوښه کېدو خبر يې د ټولنیزو رسنیو له لارې اورېدلی.

نوموړي ویلي «ما دا خبر له مطبوعاتو واورېده، تراوسه مونږ سره هېڅ ډول اړېکه نه ده نیول شوې، ولسمشر هېڅکله زمونږ خبرو ته غوږ نه دی نېولی، ما ولسمشر په یوه کال کې نه دی کتلی، داسې چې کله ختم وي، یا ځینو پرانیستو کې مو کتلي، خو داسې چې په مهمو مسایلو زمونږ نظر واخلي مونږ نه دي کتلي.»

ورته مهال همایون جریر بیا په یو ځل د اوولس سلاکارانو د ګوښه کېدو پرېکړه سیاسي بولي او په خبره يې یاد سلاکاران له دې امله ګوښه شول، چې د اشرف غني پرېکړې يې نه منلې.

له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه یو شمېر سرچینو د غني د اوولس سلاکارانو د لیري کېدو د خبر د تایید تر څنګ ویلي، چې یاد سلاکاران له دې امله له دندو ګوښه شوي، چې کار یې ګټور نه وو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

نو بیا دا تصویر د کومو ### دی؟ اوس دا خبری کوی چی لری شوی؟

غ.حضرت

وولس ته به حتماً دا پوښتنه پیدا سی چی: د یو وولسمشر د سلاکار او مشاور دنده دا ده چی وولسمشر ته ښې یا بدی مشورې ورکړی. اوس نو: دا چی دې سلاکارانو د وولسمشر سره په میاشتو میاشتو نه دی لیدلی نو معنی به ئې دا وی چی دوی هم پدې حالت خوښ او راضی وه او مُفت معاشونه ئې ګېډو ته اچول. آیا دا معاشونه به هغوی ته حرام نه وی؟ چی د مَلَک بازو د حمام کیسه مال حتی دوې ورځی په یوه حُجره کی مُلائی درس ووائی نو به دا فتوا صادره کړای سی چی بلی… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x