ادبي لیکني

ولې د پښتو ژبې د یاګانو په کارونه کې تېروتنې کېږي؟

شبانه پوپلزۍ

دا چې پښتو ژبه پنځه بېلا بېلې یاګانې لري او دا پنځه یاګانې په اصل کې د نورو اوازونو په څېر پنځه جلا اوازونه دي؛ چې د کارونې ځانګړي ځایونه لري. خو په پښتو لیکنو کې ډېری کسان دا یاګانې پر خپل ځای نه کاروي او په کارونه کې یې تېروتنه کوي. یا هم ډېری کسان دا پنځه یاګانې د دري ژبې په څېر په دې یوه (ی) ګرافیم لیکي. دا چې د دې یاګانو په کارونه کې ولې ډېری کسان تېروتنه کوي او د یاګانو نا سمه کارونه په لیک لوست کې د کومو ستونزو لامل کېږي؟ پر دې موضوع به رڼا واچوو.

د پښتو ژبې پنځه یاګانې د نورو تورو په څېر پنځه ځانګړي توري دي، چې هر یوه یې د کارونې خپل ځای لري. ډېری لیکوالان او خبریالان د دې یاګانو په کارونه کې تېر وتنه کوي او پر خپل ځای یې نه کاروي. ډېری کسان د دې یاګانو په توپیر نه پوهېږي او پنځه واړو یاګانو ته د یوه اواز په سترګه ګوري؛ چې په همدې یو توری یې لیکي چې هغه دا بې ټکو (ی) ده. که چېرې دا یاګانې په خپل اصلي شکل و نه کارول شي؛ لوستونکی د لوستلو پر مهال له بلا ستونزو سره مخ کېږي. که یاګانې په سمه بڼه و نه کارول شي په متن کې مانیز بدلون پېښوي.

دا چې پښتو ژبپوهانو د دې پنځه اوازونو له پاره یو ګرافیم (انځور) ټاکلی اصلي ستونزه له دې ځایه پیلېږي. چې دا ستونزه په یاګانو کې د ټکو د بدلون په اساس تر یوه حده پورې له منځه تللې. د دې یاګانو د سمې کارونې له پاره لاندې ټکي په پام کې ونیسئ.
۱ـ (ی) بې ټکو یا: دا یا په حقیقت کې له دوه وو غږونو یوه خپلواک او نیمواک غږ څخه جوړه شوې؛ چې یوغبرګغږ ( دفتونګ) دی.چې نرمه او نرینه یا یې هم بولي. دا یا په نارینه نومونو، نومځرو، ستاینومونو او فعلونو کې راځي.

د نومونو بېلګې: سړی، منګی، کودی، لرګی، ګوډاګی، ځای، بوی او …

د نومځرو بېلګې: دوی، هغوی، دی او …
د ستاینومونو بېلګې: کندهاری، احمدزی، سدوزی، بارکزی او …

د فعلونو بېلګې: راغی، تللی، کړی، وړی او …
۲ـ اوږده یا ( ې): دا یو خپلواک غږ دی او د عربی د کسرې یا زیر په شان تلفظ کېږي. دا یا د هغو ښځینه نومونو په جمع کولو او اوښتې بڼه کې کارول کېږي؛ چې په زور (a) پای ته رسیدلی وي. لکه: پلوشه، ډیوه، لمبه او … چې اوښتې یا د جمعې بڼه یې پلوشې، ډیوې او لمبې دي.

د ځینو مفردو ښځینه نومونو په پای کې هم کارول کېږي. لکه: ادې، ناوې، خواښې او …

په ځینو نومځرو او فعلونو کې هم کارول کېږي. لکه: دې، هغې، مې، یې او فعلونه لکه: لیدلې راوړې بیولې او…

۳ـ څرګنده یا ( ي): دا یو خپلواک غږ دی، چې څرګنده یا معروفه یا یې بولي. د هغو نارینه نومونو په جمع او اوښتې بڼه کې کارول کېږي؛ چې په بې ټکو یا پای ته رسیدلي وي. لکه: سړی، منګی، لرګی چې اوښتې او جمع بڼه یې سړي، منګي، لرګي کېږي.

په ځینو مفردو کسبي نومونو کې هم راځي. لکه: موچي، دوبي، ربابي او …

په ځینو فعلونو او ستاینومونو کې هم راځي. لکه: خوري، څښي، کوي، ځي او د ستاینومونو بېلګې یې: ګلالي، ښکلي، ښادي، دوستي او …

۴ـ ښځینه یا (ۍ): دې یا ته زورکۍ واله یا هم وایي؛ چې دا یو ډفټونګ غږ دی، چې له یوه خپلواک او یوه نیمواک څخه جوړ شوی غبرګغږ دی. دا (ۍ) تل د ښځینه نومونو او ستاینومو په پای کې کارول کېږي.
لکه:
د نومونو بېلګې: نجلۍ، نتکۍ، تورپیکۍ، سپوږمۍ او…

د ستاینومنو بېلګې: بارکزۍ، وزیرۍ، هلمندۍ او …
۵ـ فعلیه یا امریه یا ( ئ): دې ته همزه لرونکې یا وایي، چې دا هم یو غبرګغږ یا دفټونګ دی. چې له زورکۍ والې یا سره په وینګ یا تلفظ کې هېڅ تو پیر نه لري، یوازې د کاریدنې ځایونه یې توپیر کوي. چې دا یا په فعلونو کې کاریږي. خصوصاْ د امر او نهې په فعلونو کې لکه: و خورئ، مه کوئ، کښېنئ، وکړئ او …

اخځونه
۱ـ محبوب، محبوب شاه. ( ۱۳۹۶). پښتو ژبدود. جلال اباد: مومند خپرندیه ټولنه
۲ـ وحیدي، اسدالله. (۱۳۹۷) لیکوالي، لکچرنوټ. کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی، پښتو څانګه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

د پورته لیکنی څخه په ډېری مننی سره: کلونه کلونه مخکی د کندهار په اکاډمیکه ټولنه کی یوه اکاډمیکه اصطلاح مروجه وه ( ممکن اوس هم مروجه وی) ؛ ” تِری ته برق ولاړئ “. برق یو مادی – عمومی نعمت دی چی نه یوازی تِری او دِه راوُت بلکه هره سیمه او هر څوک ئې د درلودلو مستحق دی. خبره می دا ده چی: د خپل اولاد نازوَل او د خپلی ژبی نازوَل یوه عمومی انسانی غریزه ده خو دا ناز ځانته قوانین او مقرات لری. بې حده او بې ځایه نازوَنه د سر درودنه زېږوی. پښتو خوږه او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx