نظــر

د افغاستان د حالاتو شل کلن تصوير

مولوي عبدالرقیب رقیب

زه د خوشامند ولسوالۍ د يو کلي په حجره کې له شپږ نورو ملګرو سره اوسيدم.

پاس امريکايې الوتکو غومبرې وهلې او په ځمکه د طالبانو په خټو لړلي بایپورونه څپيدل…

زموږ د حجرې پر بام سپين بيرغ رپيده، چې زموږ استاذ يې د کليوالو د غوښتنې په اساس د ښکته کولو امر وکړ!

حالاتو حوصلې څيرې کولې او د وخت زامن د حشراتو غوندي له چاکونو راوتل..

يوه ورځ زما او علي خان حوصلو هم انفجار وکړ, کتابونه مو بند کړل؛ بکسونه په اوږو له حجرې وواتو..

يو طالب (چې تازه له شمالي نه راغلی و) له دروازې سره په مخه راغلی.
ول:
— څه کوئ؟
— ته حالات نه ګورې! دا وخت د درسونو نه دی، ځو چې جهاد وکړو…

– نو چيرته به لاړ شئ؟

– سيف الرحمن منصور ته ځو…

– تاسو ځوانان ياست… حوصلې مو وړې ديو خو دا جهاد د يوې ورځې او يو کال خبره نه ده، راځئ چې سر سره خلاص کړو…

اوس کټ مټ هماغه موسم دی؛ په هماغه ولسوالي او هماغه کلي کې بيا راته د اوسيدلو قلم چليدلی و… همدلته يم.

خو دا وار دلته د هغې يوې حجرې په ځای دوه مدرسې فعالې دي…

سپين بيرغ په همدې کلي کې د طالبانو د واکمنۍ په ودانۍ رپېږي…

امريکايې الوتکې نشته، خو په فيسبوک کې يې کډې بار د وتلو تصويرونه وينم…

اما د طالبانو موټران او موټرسایکل شپه ورځ له نرۍ دوړې سره سندرې وايي…

خو متاسفانه چې دا وار هماغه ملګري راسره نشته، هو محمد طاهر خدام او نقيب الله خان فيضي قرباني شولو خو زموږ له سرونو يې هغه توره بلا ايسته کړه…

دا وار زما هم هماغه بدن نه دی، هاغه پښې چې زه به يې لوړو ژورو ته وړلم؛ اوس د حرکت لپاره زما لاسونو ته اړمنې دي… زما پښې همدې انقلاب رانه واخيستې، خو ايمان يې رانه وانخيست…

لله الحمد والمنة

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

الله تعالی دی اجرونه درکړی .

بخت پور هنریار

محترم مولوی صاحب رب العالمین خودی ده شهداءو ده شهادت اووینوپه طفیل اوستاسوده ټپونو اومعذورۍ په طفیل نور په دی ځوریدلی اوکړیدلی اومظلوم اولس رحم وکړی الله خودی دغه داشغال ظلم اوخصومت حلات او دوری ختمی کړی (الهم یامحول الاحوال حول حالنا الی احسن الحال) امین ثم امین الله دی ده مجاهدینوټولی سعی خدمتونه شهادتونه ټپونه اوټول تکالیف ورځخه قبول کړی۔

تراب

الله اکبر الله اکبر الله اکبر، ستا پښې کربان سم ورورکه جانه الله دي اجر در کړي زما پښې دي ستا دپښو بلا واخلي که امکان يي درلودلاي که دواړو پښې نه يي دا يوه پښه خو به مي تر تا جار کړي واي الله دي په عوض کي داسي اسباب درته مهيا کړي چي د پښو د کمبودي احساس هم ونکړي او ټولو تا غوندي ځوريدلو ته هم . آمين ثم آمين.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x