افغانستانسولې اړوند خبرونه

د کابل د مذاکراتي پلاوي غړو د اسلامي علماوو د نړیوالې ټولنې له رییس سره کتلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۹ تله، ۱۳۹۹ل): قطر ته له طالبانو سره د خبرو په موخه له کابله د تللي مذاکراتي ټیم یو شمېر غړو په دوحه کې د اسلامي علماوو د نړیوالې ټولنې له رییس «احمد الریسوني» سره کتلي او له هغه یې غوښتي، چې له مذاکراتو ملاتړ وکړي تر څو اوربند ته لاره پرانیستل شي.

د سولې په چارو کې د دولت وزات له ادرسه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د کابل د مذاکراتي ټیم غړو د روانو خبرو پروسه تشریح کړې او له الریسوني یې غوښتي، چې له مذاکراتو ملاتړ وکړي تر څو «اوربند» ته لاره هواره شي.

ورته مهال د اسلامي علماوو د نړیوالې ټولنې رییس د مذاکراتو هر ډول همکارۍ ته چمتووالی ښودلی او افغانستان یې د امام اعظم ابوحنیفه ټاټوبی یاد کړی، چې دده په خبره، کولای شو د اسلامي هیوادونو په کچه یې د غوره بېلګې په توګه یاد کړو.

دغه لیدنه داسې مهال ده، چې ویل کېږی، په دوحه کې د ناستو د طرزالعمل د دوو مادو په سر د جنجال له امله د طالبانو او له کابله تللي مذاکراتي پلاوي خبرې له ځنډ سره مخ شوې.

طالبان ټينګار لري، چې ددوی او امریکا تر منځ شوی تړون باید د راتلونکو توافقاتو بنسټ وي او ټولې پرېکړې باید د حنفي فقه په اساس وشي؛ خو له کابله تللی پلاوی بیا د ولسي جرګې پرېکړې او د کابل-امریکا تر منځ شوی تړون د پرېکړو د بنسټ په حیث د وړاندې کولو هڅه کوي  او تیار نه دي، چې پرېکړې دې د حنفي فقهې پر بنسټ وي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x