افغانستان

هلمند کې د ملي امنیت په اوپراتیفي مرکز موټربم چاودنې تلفات اړولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ تله، ۱۳۹۹ل): د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د ملي امنیت په اوپراتیفي مرکز د موټربم چاودنې پایله کې یو شمېر عسکر مړه او بې درکه شوي دي.

دا پېښه تیره شپه د کابل ـ کندهار پر لویه لاره د نهر سراج ولسوالۍ په وزیرو مانده سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې په دغه سیمه کې د ملي امنیت اوپراتیفي(عملیاتي) مرکز دننه یو مازدا ډوله موټربم چاودنه وشوه.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ددې پېښې د تایید ترڅنګ په دغه برید کې د ۴ تنو د مړینې خبر ورکړی؛ خو یوې بلې امنیتي سرچینې بیا د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د تیرې شپې په برید کې ۹ تنه د ملي امنیت عسکر وژل شوي او ۴ تنه نور تر خاورو خځلو لاندې ورک دي.

د سرچینې په خبره ددې ترڅنګ په دغه مرکز کې ولاړ ګڼ شمېر ټانګونه او نقلیه وسایط هم زیانمن شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ځآن وژنه نو د چا کار دی. ځان وژنه خو د حدیثو په ثبوت یو سنت دی چی طالبانو ځان ته غوره کړی. وایی ځان وژنکی راسآ جنت ځی هلته ورته اویا حوری په انتظار وی خو د ملایانو اولادونه به هیڅکله ځان وژنه ونکړی ځکه ځان وژنه خاص د پښتنو د غریبو خلکو لپاره د جنت وسیله ده نه د ملایان د اولادو لپاره.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x