افغانستان

هرات: ترافیکي پېښه کې اوولس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ تله، ۱۳۹۹ل): د هرات-کندهار پر لویه لار د هرات ولایت په حدودو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله اوولس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د راپورونو په اساس، پېښه نن سهار د هرات-کندهار پر لویه لار د ادرسکن ولسوالۍ په حدودو کې رامنځته شوې او یو مسافر وړونکی ۴۰۴ بس له فلاینکوچ موټر سره ټکر شوی.

په پېښه کې  یوولس تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

یاده دې وي، چې زیاتره د افغانستان پر لویو لارو باندې د لارو د خرابوالي، د موټر چلوونکو له لوري د ترافیکي قوانینو د نه مراعات او د موټر چلوونکو تر منځ د سیالۍ امله خونړۍ ترافیکي پېښې رامنځته کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x