روغتیا

د سرطان دغه پنځه لومړنۍ نښې هیڅکله له پامه مه غورځوئ!

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ تله، ۱۳۹۹ل): که چیرې په تاسو کې دغه نښې څرګندې شي ددې دا مطلب نشو چې تاسې پر سرطان اخته شوي یاست، بلکې احتیاطا ډاکټر ته مراجعه وکړئ تر څو ډاډه اوسئ او پر وخت یې مخنیوی وکړئ.

د سرطان لومړنۍ نښې په لاندې ډول دي:

  • د ناڅرګندو وجوهاتو له امله وزن له لاسه ورکول

که چیرې تاسې په داسې حال کې وزن له لاسه ورکوئ چې هیڅ لامل یې نه وي په ډاګه شوی، فورا ډاکټر ته مراجعه وکړئ، ممکن دا د سرطان د لومړنیو نښو څخه وي.

  • سخته او غیر عادي ستړیا

داسې ستړیا نه وي چې د ټولې ورځې د کار کولو نه وروسته رامنځته کیږي، بلکې داسې ستړیا چې په ارام کولو هم له منځه نه ځي، دا هم د سرطان له لومړنیو نښو څخه یوه کېدلی شي.

  • تبه

تبه ممکن د زکام او انفلونزا یو عامه نښه وي، خو په دغه حالاتو کې باید پاملرنه ورته وشي: تبه اکثره وخت د شپې وي، د تبې نورې نښې نه وي او د شپې لخوا خوله راځي.

  • غیر عادي دردونه

درد هم د سرطان له لومړنیو نښو څخه ګڼل کیږي، ځکه چې دا ممکن د بېلا بېلو څیزونو څخه رامنځته شي، او ښایي اصلي ناروغۍ ته اشاره وکړي. د سرطان له امله دردونه ممکن مختلف لاملونه ولري: د بدن پر ځانګړو ځایونو پړسوب زیاتېدل او کیمیاوي مواد چې د سرطان حجرو لخوا خپاره کیږي.

  • د پوستکي رنګ بدلېدل

عموما پوستکی د بدن روغتیا لپاره د کړکۍ په څېر ده چې په بدلون سره یوې نه یوې ناروغۍ ته اشاره کوي. د پوستکي رنګ بدلېدل لکه، زیړی: یعنې د سترګو یا د ګوتو څنډې ژیړیدل، دا یوه داسې نښه ده چې ممکن د سرطان د خطر زنګ هم وي او یا د یوې عادي ناروغۍ نښه هم. د سینې یا ستوني پوستکي رنګ بدلېدل چې ممکن د اندیښنې وړ وي، لکه پوستکی ټاکي ټاکي کېدل او ددې جوړښت یا حجم بدلېدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x