روغتیا

د لبنیاتو محصولات د کولمو سرطان خطر کموي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ تله، ۱۳۹۹ل): انګلستانۍ ورځپاڼې «ټیلګراف» یوه څیړنه خپره کړې چې په کې د لبنیاتو محصولاتو خوړلو سره د کولمو سرطان پر خطر کمېدو بحث شوی دی.

په دغه راپور کې پر ۸۰ کلینیکي څیړنو تکیه شوې چې د مطالعې او مشاهدې پر اساس ترسره شوي دي، تر څو دې پایلې ته ورسیږي چې خواړه او درمل د کولمو سرطان پر خطر څومره اغیز لري.

څیړونکو د یادو څیړنو او مشاهدو له مخې وموندله چې د میوو، فایبرونو او سبزیجاتو سربېره د لبنیاتو محصولات هم د یادې ناروغۍ خطر کمولو کې لوی رول لوبوي.

هر هغه څه چې د غوا، میښې، بیزې، ګډې او اوښې شیدو څخه چمتو کیږي لبنیات ویل کیږي، لکه مستې، پنیر، کوچ او داسې نور..

پروفیسور مارک بارډو چې په پورتنۍ څيړنه کې یې برخه اخیستې وایي، «موږ وموندله چې د لبنیاتو محصولات خوړل د کولمو سرطان خطر له ۱۳ څخه تر ۱۹ سلنې کموي.

هغه زیاته کړه، «موږ دا هم وموندله چې سبزیجات، فایبر او تازه میوې د کولمو سرطان کې خورا اغیزمن ثابت شوي دي، ځکه چې دا د ناروغۍ خطر تر ۵۰ سلنې پورې کموي.

په دې لړ کې څیړونکو وړاندیز کړی چې سره غوښه او پروسس شوي خواړه بالعکس منفي اغیز لري، کوم چې د کولمو سرطان خطر تر ۲۰ سلنې پورې لوړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x