افغانستان

هرات کې ترافیکي پېښه کې پنځه کسه وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ تله، ۱۳۹۹ل): د هرات-اسلام قلعه پر لویه لار باندې په یوه ترافیکي پېښه کې نهه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د هرات د والي ویاند «غلام جیلاني» فرهاد وایي، پېښه نن ورځ له غرمې مخکې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې د تیلو یو ټانکر له ذوو سراچه ډولو موټرونو سره ټکر شو.

د فرهاد په خبره، په پېښه کې پنځه تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

یاده دې وي، چې یوازې په نن ورځ کې دا دوهمه ترافیکي پېښه ده چې په هرات ولایت کې رامنځته کېږي.

همدا نن سهار هم د کندهار-هرات پر لویه لار د ادرسکن ولسوالۍ په حدودو کې یو مسافر وړونکی ۴۰۴ بس له یوه فلاینګ کوچ موټر سره ټکرشوی و، چې له امله یې یوولس تنه وژل شوي وو او شپږ نور ټپيان وو.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x