افغانستانسولې اړوند خبرونه

امریکا په بین الافغاني مذاکراتو کې د منځګړیتوب وړاندیز کړی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ تله، ۱۳۹۹ل):په داسې حال کې چې ویل کېږي، په قطر کې د طالبانو او له کابله تللي مذاکراتي پلاوي تر منځ خبرې لانجمنې شوې؛ په کابل کې د امریکا سفارت وایي، هیواد یې چمتو دی په یادو خبرو کې د منځګړي رول ادا کړي.

په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر «راس ویلسون» نن عامې روغتیا وزارت ته د سل تنفسي آلو د تسلیمولو په مراسمو کې ویلي، چې که څه هم نه غواړي خپلې حل لارې په نورو وتپي؛ خو هیواد یې اماده دی چې د بین الافغاني مذاکراتي ټیمونو په غوښتنه منځګړیتوب وکړي.

نوموړي زیاته کړې «موږ او زموږ نور ملګري هیوادونه چمتو دي، چې په بین الافغاني مذاکراتو کې منځګړیتوب وکړي، د خپلو حل لارو د تپلو علاقه نه لرو؛ خو هر هغه چې د مذاکراتو په مېز باندې موږ ته اړتیا لري، موږ یې کولو ته چمتو یو.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې دې چې د بین الافغاني مذاکراتو له پیلېدو نږدې درې اوونۍ وروسته لا هم د طالبانو او له کابله تللي مذاکراتي ټیم تر منځ د ناستو د طرزالعمل په اړه موافقه نه ده شوې.

طالبان ټینګار لري، چې ددوی او امریکا تر منځ شوی تړون باید د راتلونکو توافقاتو بنسټ وي او پرېکړې باید د حنفي فقهې په اساس وشي؛ خو له کابله تللی پلاوی بیا د مشورتي لویې جرګې د پرېکړو د تحمیلولو او  د کابل-امریکا تر منځ د لاسلیک شوې اعلامیې د پلې کولو هڅه کوي.

ورته مهال د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» هم په دوحه کې موجود دی او ښایي د کابل له پلاوي سره ناستې ولري.

د امریکا له لوري د منځګړیتوب وړاندیز داسې وخت کېږي، چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو په ورځ د طالبانو په ټینګار دواړو لورو توافق کړی، چې هیڅ بهرنی به په مذاکراتو کې مداخلې ته نه پرېږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

په پښتوکی یومثال دۍ:وایی شپانه لیوه ته وویل ماته یوکارراپیښ سودازمامیږی زماترراتګه ګوره لیوه وویل دونه بخت به می نوی ،زه فکرکوم ستاسوایجنډا بینلل مللی شکل لری هیڅوک پدی کی داصلاح اومداخلی حق نلری دڅشی منځ ګریتوب آیاموږحق نلروچه یوبی جرمه صالح حکومت وټاکوداغل،پرخپل ملت ظالم اوټوله دنیایی وینی چه پرخپلوعوامویی بمباری کړی وی بیګناه زنانی اوماشومان یی شهیدان کړی وی امریکابایدحکم وخپل مجرم حکومت ته وکی چه عبوری حکومت ته قدرت وسپاره استعفاوکه،هیڅ یوکه داسلامی ملک وی یادپاکستان عمران وی داحق نلری چه طالبان واوربند ته ترهغواړباسی چه ستاسوایجنډانوی عملی سوی ځای هغه سوځی چه اورپربلیږی دا -۴۰ کاله… نور لوستل »

Adam Khan

No, No, No, Not at all Talib knows very well what to say and what to do. Talib Jana, keep the west out.

PAM KAWA TALIB JANA

DAGHA LANDI DA YOUTUBE DA YAMIN KHAN NASEHAT AJAB KHAN TA WAWRA

https://www.youtube.com/watch?v=2sEVWgBI7ME

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x