افغانستان

کورنیو چارو وزارت اربکیان د پولیسو او عسکرو په لیکو کې مدغموي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ تله، ۱۳۹۹ل):  د کابل حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، د محلي پولیسو «اربکیانو» د ادغام پروسه يې پيل کړې او تر راتلونکو دریو میاشتو به د محلي پولیسو په نوم کوم تشکیل وجود ونلري.

د کورنیو چارو وزیر «مسعود اندرابي» د بي بي سي له فارسي څانګې سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې ددوی له لوري څلور ویشت زره شاخوا اربکیان ثبت شوي، چې ځیني يې د شرایطو د نه پوره کېدو له امله ښایي د معاش تر ورکړې وروسته وشړل شي او پاتې برخه به یې پولیسو او عسکرو ته جذب شي.

اندرابي زیاته کړې، چې د څلورویشت زره اربکیانو له ډلې به تر یوولس نیم زره زیات د پولیسو او یوولس زره نور د دفاع وزارت په چوکاټ کې د عسکرو لیکو ته جذب شي «څلور ویشت زره محلي پولیس راسره ثبت دي، چې په دریو برخو ویشل کېږي، اوله برخه یې هغه کسان دي چې د پولیسو او عسکرو په لیکو کې د جذب کېدو شرایط نشي پوره کولای، د هغوی شمېر ۲۵۰۰ شاخوا ته رسېږي. پاتې برخه یې له دې امله چې جګړه زیاته ده د پولیسو او عسکرو لیکو ته جذبېږي.»

د اندرابي په خبره، پولیس تر بل هر امنیتي ځواک زیات د طالبانو د بریدونو ښکار دي او د هغوی د بریدونو له امله د جګړې اویا سلنه تلفات ورکوي.

د نوموړي له قوله، د «ملي پولیسو» لیکو ته د اربکیانو تر جذبېدو وروسته د هغوی روزنې ته ځانګړې پاملرنه کوي.

اربکیان چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د «پاڅونوالو» تر نامه لاندې جوړ شول ؛ د خپل ماموریت په دوران کې په بیا، بیا په بشري جرمونو تورن شول او کړنې يې د نامسئوله وسله والو په څېر وې.

د اربکیانو د ادغام پروسه داسې مهال پیل شوې، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په اساس له هیواده د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او ورسره جوخت په نظامي او نورو برخو کې د بهرنیانو مرستې هم کمې شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

This is a sign of defeat and weakness. They have to now bring different forces together and move them to centers as Najeeb did to protect the main cities from falling to Talib. This will also reduce the cost and pay the wages to soldiers. They will also soon start bringing some provinces together and make a one province such as Kunar, Laghman, Nooristan and Nangarhar a one province to cover their defeat and reduce the cost of war.

Good Luck Ghani Jan

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x