افغانستانسولې اړوند خبرونه

د مسلمانو علماوو د نړیوالو ټولنې مشر د طالبانو د مذاکراتي ټيم له غړو سره لیدلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ تله، ۱۳۹۹ل): په قطر کې د مسلمانو علماوو د نړیوال سازمان مشر «شیخ احمد الریسوني» د طالبانو د مذاکراتي ټیم له غړو سره لیدلي او د «اسلامي امارت» په مشرتابه کې يې د علماوو شتون ستایلی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» پر ټویټر لیکلي، چې د طالبانو د مذاکراتي ټیم د غړو او الریسوني تر منځ دغه لیدنه نن ماځیګر په دوحه کې ترسره شوې چې په مهال يې الریسوني « شیخ احمد الريسوني د علماوو د ټولنې د مشر په حیث د اسلامي‌امارت د مدبرانه تګلارې د تايید تر څنګ د اسلامي امارت په مشرتابه کې د علماوو رول وستایه او د اسلامي امارت او افغان جهتونو ترمنځ روان مذاکرات يې یو ښه اقدام وباله..»

نعیم وړاندې زیاته کړې « شیخ مولوي عبدالحکیم صاحب په خپلو څرګندونو کې وويل: د بهرني یرغل په وړاندې زموږ جهاد د اشغال د خاتمې او په افغانستان کې د یوه اسلامي حکومت د رامنځ ته کيدو لپاره دی، دا چې له امریکایانو سره د اشغال د خاتمې توافق ترسره شو، اسلامي‌امارت ژمن دی چې د دوحې تړون له مخې بین الافغاني مذاکرات هم په بریالیتوب سره تر سره شي.»

یاده دې وي، چې تېره ورځ له کابله تللي پلاوي هم له شیخ احمد الریسوني سره لیدلي و او له هغه یې غوښتي وو، چې له بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ وکړي او په دې توګه اوربند ته زمینه برابره کړي.

دغه لیدنې داسې مهال دي، چې ویل کېږي په دوحه کې د طالبانو او له کابله تللي پلاوی تر منځ خبرې لانجمنې شوې او مذاکراتو له پیلېدو نږدې درې اوونۍ وروسته لا هم د طالبانو او له کابله تللي مذاکراتي ټیم تر منځ د ناستو د طرزالعمل په اړه موافقه نه ده شوې.

طالبان ټینګار لري، چې ددوی او امریکا تر منځ شوی تړون باید د راتلونکو توافقاتو بنسټ وي او پرېکړې باید د حنفي فقهې په اساس وشي؛ خو له کابله تللی پلاوی بیا د مشورتي لویې جرګې د پرېکړو د تحمیلولو او  د کابل-امریکا تر منځ د لاسلیک شوې اعلامیې د پلې کولو هڅه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x