افغانستان

زرګونو «پخوانیو مجاهدینو» په کابل کې د کمونیستانو د یوې غونډې مخنیوی وکړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۰ تله، ۱۳۹۹ل): زرګونو پخوانیو مجاهدینو د یو سوله ییز لاریون په ترڅ کې د پخواني کمونیست ولسمشر ډاکټر نجیب الله د تلین نمانځونکو د غونډې د مخنیوي ترڅنګ کمونیستان د دین او هېواد «غداران» بللي دي.

څلور وړځې وړاندې(تلې ۶مه) یو شمېر پخوانیو کمونیستانو د کابل حکومت د مشر ډاکټر اشرف غني فرمان په اساس غوښتل چې د لویې جرګې خیمې تالار کې د پخواني کمونیست ولسمشر ډاکټر نجیب الله ۲۴ تلین ونمانځي؛ خو د خلکو له کلک غبرګون سره مخ شول.

د تلې په شپږمه د ناکامې هڅې نه وروسته کابل میشتو کمونیستانو او د هغوی ملاتړو اعلان وکړ چې نن د پنجشبې په ورځ به د لویې جرګې په خیمه کې د ډاکټر نجیب الله د وژل کېدو ۲۴ تلین نمانځي او «پخواني مجاهدین» یې ننګولي هم و؛ خو نن د پنجشبنې په ورځ د حزب اسلامي د پلویانو په ګډون زرګونو پخوانیو مجاهدینو د لویې جرګې خیمې مخې ته سوله ییز لاریون وکړ.

لاریون کوونکو چې له ځانونو سره یې لیکلي شعارونه هم لیږدول، پخوانی کمونیست ولسمشر ډاکټر نجیب الله یې یو قاتل او د شورویانو غلام یاد کړ او د «قاتلینو» د تلین نمانځونکي یې د دین او هېواد «غدران» وبلل.

د اسدالله الفت په نوم د لاریون یو تن ګډونوال رسنیو سره د خبرو پرمهال خبرداری ورکړ، که کمونیستان بیاځل د هېواد سیاسي صحنې ته را ودانګي نو افغان ولس به «عبرتناکه» سزا ورکړي.

د کمونیستي رژیم وروستی ولسمشر ډاکټر نجیب الله ۲۴ کاله وړاندې طالبانو د کابل ښار د نیولو پرمهال د زرګونو افغانانو د عام وژنې په تور په دار وځړولو، چې له امله یې پخواني مجاهدینو او عامو افغانانو د طالبانو ددې کار ستاینه وکړه.

دا په داسې حال کې چې تیره ورځ د حزب اسلامي په ګډون ګڼو «پخوانیو جهادي» ګوندونو خبرداری ورکړی وو، که څوک د «یو قاتل» کمونیست تلین نمانځي نو په وړاندې به یې په ټینګه مقاومت وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جلال

الله اكبر

طوطی

دا خو ښه خبره ده کوم کافر به یی مخالفت کوی. نام خدا څومره ښکلی شنه بیرغونه لکه چی اسلامی حزب اوس هم روښانه د پخوا په شان ده ماشاءالله. هغه وخت چی اسلامی حزب له روسانه سره جهاد کاوو طالبان ټول په مولوی محمد نبی چی اوس د نغمی خسر دی راټول شوی وه په نوم د حرکت انقلاب اسلامی. اوس د حرکت کوند مولوی قلم الدین مخی ته بیایی خو د پخوا په شان خلک ورسره نشته.

احمد

دا پخوانى مجاهد مجاهدين نه دى غله فاسيکان منافيقان چى د امريکا اشغال سره مرسته وکړه وسره ملګرى نعلتى مجاهدين دىـ اصلى او حق مجاهدين د اسلامى امرات طاليبان دى

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x