ورزش

د سږکال چمپینز لیګ ډرا ترسره شوه، میسي او رونالډو یو وار بیا مخ کېدونکې دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱ تله، ۱۳۹۹ل): د اروپا اتلانو لیګ «چمپینز لیګ» د ۲۰۲۰/۲۱ کالو لپاره لوبډلې په ډاګه شوې او د ګروپي سیالیو ډرا ترسره شوه، چې له مخې یې د رونالډو او میسي لوبډلې په یوه ګروپ کې ځای پر ځای شوي دي.

د چمپینز لیګ د ۲۰۲۰ او ۲۱ کال لپاره ډرا د پنجشنبې په ورځ په سویس کې ترسره شوه چې په کې ۲۶ سترې کلبي لوبډلې او ۶ د ټيټې درجې لوبډلې شاملې دي.

په ۸ ګروپونو کې ۳۲ لوبډلې ګډون کوي چې په هیڅ ګروپ کې د یوه هېواد دوه لوبډلې نه دي شاملې شوي.

د بایرن مونشن جرمنۍ لوبډله چې تېر کال یې د چمپینز لیګ سیالیو اتلولي وګټله په ګروپ ای کې د اتلاتیکو مدرید هسپانوۍ لوبډلې سره ځای ورکړل شوی دی. دغه راز د تېر کال پایلوبې ماتې خوړونکې فرانسوۍ لوبډله پاریس سان جرمان په ګروپ ایچ کې د مانچسټر یونیټډ لوبډلې سره یوځای دی.

په تېرو دریو کالونو کې لومړی وار دی چې لیونل میسي او کریستیانو رونالډو یو وار بیا مخامخ کیږي، ددوی لوبډلې برسلونا او یوونتوس په ګروپ جي کې ځای پر ځای شوي دي.

ټاکل شوې ده د چمپینز لیګ د سږکال سیالۍ د اکتوبر میاشتې په ۲۱مه نېټه پېل شي، او پایلوبه به د ترکیې استنبول ښار په اتاترک لوبغالي کې د مئۍ میاشتې په ۲۱مه نېټه ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x