روغتیانړۍ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او میرمن یې په کرونا اخته شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱ تله، ۱۳۹۹ل): د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې له وروستي معایناتو وروسته معلومه شوې دی او میرمن یې میلانیا ټرمپ په کرونا ویروس اخته شوي دي.

ټرمپ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي: نن شپه زما او د لومړۍ میرمنې د کوویډ-۱۹ معاینه مثبته ختلې ده، موږ به تر وروستیو پایلو په سمدستي ډول په ګډه قرنطین او روغتیایي چارې پېل کړو».

دا په داسې حال کې ده چې په امریکا کې یوه میاشت وروسته ولسمشریزې ټاکنې پېل کېدونکې دي.

د ګارډين ورځپاڼې د راپور له مخې، ډاکټرانو خبرداری ورکړی چې د ټرمپ زیات عمر او ډیر وزن ممکن نوموړي ته له کرونا څخه د خلاصون په تداوۍ کې ستونزې رامنځته کړي.

ټرمپ اوسمهال ۷۴ کلن دی. د چینایي څیړنو له مخې هغه کسان چې عمرونه په ۷۰مو کلونو کې دي له کرونا ډیر مړه شوي دي.

څه موده وړاندې د ټرمپ نږدې سلاکاره هوپ هېکس د کرونا معاینات مثبت وو او د نوموړي سره یې سفرونه کړي دي.

ټرمپ زیاتوي، «د هوپ هېکس چې له کوچنۍ دمې اخیستلو پرته جدي کار کوي د کوویډ-۱۹ ازموینه مثبته وه».

د ټرمپ سلاکاره د نوموړي سره په هغه سفر کې وه چې د خپل سیال جو بایدن سره یې تلویزوني مناظره درلوده او په ګډه یې اوهایو ښار ته سفر درلود، دغه راز په یوه ټاکنیز کمپاین کې هم له نوموړي سره نږدې ناسته وه.

میرمن هېکس د ټرمپ د هغو کمو سلاکارانو په لیست کې ده چې له ټرمپ سره نږدې وي، غوښتنې یې منلی او د نوموړي نظر بدلولی شي.

ډونالډ ټرمپ د کرونا ویروس د سخت خپریدو پرمهال هم د احتیاطي پاملرونو په نه مراعاتولو په خپله څو څو واره د ماسک اچولو مخالفت کړی دی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

ډېر ښه او د خوشالۍ خبردی، الله سبحانه دی دغه د اسلام او افغان دښمن ټرمپ او د هغه غوندي نور طاغوتان ټول په کرونا ووژني، چي ټول مسلمانان ددغو د جګړو د اورونکو بلوونکو له شره وژغورل سي.

Adam Khan

Allah knows. May be an end to all these headaches and darkness is coming.

AI DA SABA STORIA KALLA BA RAKHEZHI TA

طوطی

هغه د پارسی وانانو خبره: زندګی سرتان باشد. طالبانو ته اوس ضرور ته چی خپل ماما ټرمپ ته د دعا لاسونه جګ کړی.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx