نظــر

جهاد که خشونت؟

میرویس الفت او عبدالباقي خوګیاڼی

داسې بریښي چې له کابله قطر ته لیږل شوي سیاسی ماهران او مرکچیان اوس مجبور دي د دیني مفاهیمو څخه د خپلو نا خبریو عالي سطحه د څه نورو غوړو ډوډیو او د اقتدار د تداوم په امید د نړیوالو نندارې ته چې نور د دې تکراري او تر حده زیاتې سولیدلې ډرامې له تماشا ستړي ښکاري کښیږدي.

لومړۍ حمله یې په جهاد ده او ولې به په بل څه وي، تشخیص خو یې سم دی.

د راډیو د خولې خبر دی چې دوی یواځې نه دي بلکه شا ته یې لږ تر لږه یو شل تنه حقوقي پنډتان خدای خبر چې چا اجاره کړي د دوحې په هوټلونو کښې ځای ځای پراته دي، لیکنې کوي، استدلال کوي او مشورې ورکوي.وایي چې شمعې یې هم له ځانه سره راوړي که په کار شي خو ښه دی برق نه ځي.

مونږ چې له کابله ورته ګورو دوی شپه او ورځ لګیا دي او په کندهارۍ ژبه خیاطي کاږي.

دلته بس مونږ یو او د ( پروسې) په کتاب کښې د کفکا انځورکړې رنګینې صحنې دي چې یو په بل پسې مښتي ذهن ته ځي راځي.

مشکل دا دی چې د دوی په قاموسونو کښې د جهاد معادله کلمه چې لومړنۍ معنی یې یو دیني مفهوم دی نشته.

د کمپاین ثانوي مفهوم یې البته په دې بحث کښی لږ او ډیر بې ارتباطه ښکاري. دوی یې حتما د کینې له مخې په ( violence) ترجمه کوي او دا ترجمه نن سبا دومره عامه او شایع ده چې سړی ورته حیرانیږي.

د حیرانتیا خبره په دې کښې ده چې سړی په دې پوه شي چې د زورورو دروغ د رښتیاوو په نسبت څومره ډیر رښتیا دي.

امریکایي مطبوعات، امریکایي مرکچي خلیل زاد، د ناټو ډنډورچیان، اروپایان او د کابل طرفداران ټول له همدې بې خونده کورسchorus) ) سره یو ځای د مسلکي نڅاګرو په څیر سرونه تاووي، څڼې غورځوي او لخچک وهي.

مونږ په دې مختصره لیکنه کښې د وطنوالو د ذهنونو روښانه کولو په موخه کوښښ کوو چې د امکان تر حده دا مسأله له ابهامه راوباسو او د دوی مخې ته یې کښیږدو ترڅو له دې لارې د حق حق اداء کړلای شو.

د جهاد تعریف:
څرنګه چې دا کلمه یوه عربي کلمه ده او بیا وروسته پښتو او دری ته راغلې ده نو ریښه یې ترهر څه د مخه په عربي کښی لټوو.

پوهیږو چې د جهاد د مصدر ماضي صیغه د جَاهَدَ په شکل راځي، المنجد د جَاهَدَ ماضي صیغه په لازمي او متعدیي دواړه معنی ګانو په لاندې ډول را اخيستې ده.

• په لازمي معنی (بذل وسعه)  ټول يعنې ډیر کوښښ کول.

جاهدوا فی الله حق جهاده. د خدای په لار کښې رښتینی جهاد وکړئ.

• په متعدی معنی. جاهد العدوّ. (قاتله محاماة عن الدین) د دین په دفاع کښی جګړه او دښمني کول.

فرهنګ عمید هم د جهاد کلمه په کوښښ کولو، تر وسعې کوښښ کولو او د حق دین په لاره کښې د جنګ کولو په معنی را اخيستې ده.

راغب اصفهاني د لغت د علم یو جید عربي عالم او د (المفردات فی غریب القران) مؤلف چې ډیر یې علمي منزلت د امام غزالي (رح) له مقام سره مقایسه کوي جهاد داسې تعریفوی:

استفراغ الوسع فی مدافعة العدوّ يعنې د دښمن په مقابل کښې د خپلې وسعې او طاقت کارول او په دې لاره کښې د مشقت ګالل.

واضح ده چې درې واړه منابعو د جهاد کلمه په عین مفهوم او مثبت دلالت راخيستې ده. نو دې تعریفونو ته په دقیق نظر او عمیق غور ویلای شو چې د جهاد کلمه لاندې مفاهیم انتقالوي.

• یوه عربي کلمه ده. دیني بعد یې اسلام دی.

• دوامداره عمل دی یعنې یوه هڅه او مقطعي کوښښ نه دی بلکه د هڅو یوه اوږده او یو تر بله تړلې لړۍ ده.

• هدف لري چې د حق ترسیخ او د باطل اضمحلال دی. انګیزه یې داخلي ده چې پراخې پرګنې اشتراک ته هڅوي.

• د دین دفاع (ځکه د دین د احکامو دنیايي نهايي هدف د ځان، مال، عقیدې او شرف ساتنه ده).

• د وطن دفاع که څه هم چې د وطن د کلمې ذکر په تعریف کښې نه شته خو تقدیراً موجود دی، ځکه دفاع بې له مکاني ظرفه معنی نه لري.

پوهیږو چې تقدیري موجودیت د متکلم په ذهن کښې د یو مفهوم موجودیت دی چې په کلام کښی د الفاظو په شکل موجود نه وي.

• جهاد یو دفاعي عمل او واضح دیني مکلفیت دی.

د جهاد انواع:
راغب اصفهاني جهاد درې ډوله بولي. د ښکاره دښمن په مقابل کښې، د شیطان په مقابل کښې، او بالاخره د نفس په مقابل کښې.

اهل عرفان بیا د نفس تزکیه او ریاضت د دین په لار کښی د جنګ (جهاد اصغر) په مقایسه جهاد اکبر بولي. مال، نفس، لاس او ژبه یې د قرآني ارشاداتو او نبوي احادیثو په استناد وسایل دي. ‌‌‌‌ذکر یې د عیان بیان دی.

د راغب اصفهاني او اهل عرفان د دوه جدا جدا تصنیفونو ترمنځ ظاهري تناقض ډیرخلک په دې غلطۍ کښې اچولی دی چی ګویا اهل عرفان د جنګ په نسبت د نفس تزکیه بهتره بولی او په دی وسیله خپل پیروان د عملی جهاد له صفوفو څخه خپلو خانقاوو ته رابولی. پردیو لاس وهنو او تشویقونو هم د دی تصور د عام کیدو سره ډیره مرسته کړی چی په اسلامی اوساطو کښی یی ډیر مشکلات او دردونه را منځ ته کړی دی. واضحه بیلګه یی د الازهر او مرحوم مرسی د نظام ترمنځ نظریاتی صف ارایی وه چی په هغی کښی د الازهر شیخانو د سیسی د ځپونکو پالیسیو ټینګه ننګه وکړه. د تحریر په میدان کښی د مرسی او د سیسی مصاف او د دی مصاف بد انجام چی د هوا له لاری ټولی دنیا په رڼو سترګو ولیده بی له کوم شک او تردیده د الازهرد شیخانوله علنی تایید او ملاتړ څخه برخمن وه.

دی دوه ظاهرا جدا کتګوریو ته عمیق نظر دا په ډاګه کوی چی د دوی ترمنځ اصلا کوم رښتینی تضاد نشته. ‌په بل عبارت یوه کتګوری د بلی کتګورۍ اعتبار په هیڅ وجهه نه ساقطوی او دواړه تصنیفونه په عین وخت کښی خپل علمی( علم طبقه بندی ده) ارزش ساتلی شی.

دا چی عین پدیده د تصنیف د بنیاد په بدلولو په مختلفو اشکالو طبقه بندی کیدلای شی یومعمول به او شایع حقیقت دی. د راغب د تصنیف اساس د جهاد لوری دی چی په دری انواعو(د دښمن مقابله، د شیطان مقابله او د نفس مقابله) ویشل کیږی په داسی حال کښی چی د اهل عرفان د تصنیف بنیاد د مشقت اندازه ده چی ګالل کیږی او جهاد له دی نقطه نظره په دوه ډوله ( جهاد اکبر او جهاد اصغر) ویشی. د دی تفصیل بنیادی مطلب دا دی چی عرفان د دښمن په مقابل کښی جهاد هیڅکله هم نه نفی کوی بلکه عقیده لری چی په جنګ کښی د مشقت د ګاللو اندازه د نفس او شیطان په مقابله کښی د مشقت د ګاللو د اندازی په نسبت کمه ده.

یوه تقسیم بندی د مقابل لوری نوعیت او دا بله یی بیا د جهد یعنی د مشقت د اندازی څرګندونه کوی چی دلته لږه او هلته ډیره ده. عملی نمونی او مثالونه په اسلامی تاریخ کښی خو لا پریږده د افغانستان په تاریخ کښی دومره ډیر دی چی حد او حصر معلومول یی د پاخه مؤرخ کار دی.

تشدد یا خشونت: (Violence)
ښکاره ده چی ژبی د تماس په صورت کښی یو له بله متاثره کیږی د نورو لغات اخلی، خپلویی، او استعمالوی یی. په انګریزۍ کښی هم د نورو ژبو په څیر د پردیو ژبو څخه په زرګونو اخستل شوی لغات چی انګریزان یی (borrowed words)‌‌ بولی شته او کاروی یی.

دا چی ولی له پیړیو تماس وروسته بیا هم د جهاد کلمه انګریزی ثقافت ته په ننوتو کښی مشکلات لری او دا چی ولی مفهوم یی همیشه په یوه منفی قالب کښی عرضه او په یوه نا رسا مفهوم Violence ترجمه  کیږی علت یی د دی کلمی څخه د انګریزی ویونکو له شدید نفرت او بی زاری څخه بغیر بل څه نه شی کیدلای.

دلته غواړو د (violence) د کلمی اصلی معنی چی غربی خولی او غرب ډکی کړی خولی یی په جهاد ترجمه کوی په انګریزی او فرانسوی ثقافتونو کښی وګورو. تر څو د جهاد له مفهوم سره تر مقایسی وروسته په دی پوه شو چی دوی څومره او ولی له حقه دومره لیری پریوتی دی.

1. په انګریزی کښی:
د اکسفورډ ډیکشنری هغی شدیدی او سختی رویی ته چی هدف یی زخمی کول او یا وژل وی (violence) وایی. تشدد یا تاو تریخوالی یی په پښتو او تشدد یا خشونت په دری کښي یی متداولی ترجمی دی.

2. په فرانسوی کښی:
په فرانسوی ډیکشنری( Le petit Larousse) کښی هم دا کلمه د تشدد،  او زیات تشدد په معنی راغلی ده. په رویه او خبرو کښی  له حده تیری او تجاوزته هم وایی.

لیدل کیږی چی په انګریزی او فرانسوی دواړو ژبو کښی د (violence) کلمه بی له کوم شک او تردیده منفی دلالت لری او د یوی حادثی د وقوع یو ډول نوعیت چی شدت دی څرګندوی. تشدد د ولی جواب نه بلکه د څه ډول او څرنګه جواب دی. په بل عبارت د جهاد او تشدد ترمنځ د تباین او تفاوت درک د دواړو ټرمونو اهدافو ته په کتو اسانه کیږی. یو زخمی کول یا وژل غواړی او دا بل یی بیا د حق د اثبات او د باطل د ازهاق په لټه کښی دی.

د crusade او croissade بالترتیب انګریزی او فرانسوی کلمی د جهاد د کلمی سره د معنی له لحاظه څه نا څه مشابهت لری خو تفاوتونه یی زیات او برجسته دی. نوټ کول او لوست یی د جهاد په مقایسه په کار دی.

1. د crusade او د croissade د کلمو ریښی ایټالیوی، بیا هسپانوی او بالاخره لاتینی دی. د اروپایی کلچر زیږنده ، اروپایی نقطه نظر او اروپایی تصور دی.

2. د دی کلماتو دینی بعد نصرانیت افاده کوی یعنی د نصرانیت په لار کښی زحمت ګاللو ته Crusade وایی. په دی اساس د فلسطین په خاوره د منځنیو پیړیو صلیبی لښکر کشیوته د crusade ویل په غربی لیکنو کښی عام دی.

امریکایی او اروپایی ډنډورچیان په افغانستان او د منځنی ختیځ په هیوادونو خپلو دی وروستیو لښکر کشیو ته ځکه crusade نه وایی چی د دغه ټرم استعمال له یوی خوا د جهاد مفهوم او خصلت چی دفاعی دی برجسته کوی او د بلی خوا د مسلمانانو په اذهانو کښی د صلیبی جګړو دردونکی زاړه یادونه تازه کوی او د مقاومت پیاوړی روحیه یی نوره هم پیاوړی کوی.

‏3. Crusade یو تجاوزی او نظامی عمل او مشن Mission دی. دی مسلسلو اروپایی لښکر کشیو چی تقریبا دری سوه کاله یی دوام وکړ ټول منځنی ختیځ په یوه ستره کنډواله بدل کړ.خو دی ورانونکو جګړو او ناتارونو اسلامی نړۍ ته د ډیرو نورو تر خوا د تاریخ ځلیدلی مجاهد عسکر صلاح الدین ایوبی وروباخښه. عسکر یی ځکه بولو چی هغوی چی له ډیری کینی ورته سلطان نه وایی هم د نرعسکر لقب تری نه اخلی. د صلاح الدین او طارق په پله روان دلته هم شته وخت به یی چی لږ دا دوړی تیری شی راوپیژنی.

نتیجه:
د شلو کلونود کوښښونو دوام داره لړۍ ،د اوږدواو نه ختمیدونکو مشقتونو ګالل، بی حسابه سرښندنی ،د بی حده مالی تاوانونوقبلول، لوږی، تندی، بی خوبۍ، وسیع داخلی مهاجرتونه او بی ځایه کیدنی چی یواځینی هدف یی د بربنډ نړۍ وال استعمار طرد او دفع  او په هیواد کښی د اسلامی نظام قایمول دی له جهاد پرته په بل کوم نوم نومول کیدای شی. بل نوم ورکول خپله ماضی باطلول دی. تشدد او خشونت بلل یی د ملت په سرنوشت او قربانیو پوری احمقانه خندا ده.

و من الله التوفیق

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x