افغانستان

اشرف غني د امریکا ولسمشر ټرمپ او د هغه د میرمنې ناروغۍ ته اندېښمن دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱ تله، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت مشر اشرف غني وايي، په کرونا ناروغۍ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د میرمنې اخته کېدو ته اندېښمن دی.

له ارګ څخه په خپاره شوي ټویټ پیغام کې ډاکټر محمداشرف غني د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د میرمنې میلانیا ټرمپ په کرونا ناروغۍ د اخته کېدو له امله غمرازي ښکاره کړې او هغوی  دواړو ته یې د ژر رغېدو دعا کړې ده.

د کابل حکومت مشر اشرف غني په داسې مهال د امریکا د ولسمشر ټرمپ او د هغه د میرمنې لپاره دعاګانې کوي چې تردې وړاندې د «ملي پخلاینې» شورا مشر ډاکټر عبدالله هم په دې هکله د خواشینۍ پیغام خپرولو ترڅنګ ټرمپ او د هغه میرمنې ته د نیکو هیلو غوښتنه کړې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اختر محمد

دا غلامان دی لاسونه ی داففانانو په وینو سره دی دترامپ ګوډاګیان

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx