افغانستانسولې اړوند خبرونه

خلیلزاد: طالبانو کړې ژمنې تر یو حده عملې کړې دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱ تله، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» وایي، که څه هم تر دې دمه طالبان یې ازمایلي نه دي؛ خو تر یو حده یې له دوی سره په کړو ژمنو عمل کړی.

نوموړي د امریکا له «این پي ار» له راډیو سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې طالبانو له موږ سره د تروریزم په تړاو ژمنې کړې چې تر یو حده یې عملي کړې هم دي او په دې برخه کې يې مثبت ګامونه اخیستي؛ خو لا هم موږ غواړو ځان باوري کړو چې کړې ژمنې په بشپړ ډول عملي کېږي.

خلیلزاد وړاندې زیاته کړې، چې په دوحه کې د طالبانو او افغان جهتونو تر منځ روانې خبرې بې بېلګې دي او په تېرو ۴۲ کلونو کې دا لومړی ځل دی چې افغانان په یوه مېز باندې مذاکراتو ته کښېني.

د خلیلزاد له قوله امریکا به د شوروي اتحاد په څېر په یوه مخیز ډول به افغانستان ته شاه نکړي او د راتلونکو اړیکو، اقتصادي مرستو، ډيپلوماسۍ او نورو مهمو فکټورونو په یادولو سره به دواړه لوري تشویق کړي چې د سولې یوې توافقنامې ته ورسېږي.

د نوموړي په خبره، که چېرې په افغانستان کې شرایط مساعد شي، هیواد به یې ټول عسکر له افغانستانه وباسي.

د خلیلزاد له لوري پورته څرګندونې داسې مهال دي، چې په دوحه کې د طالبانو او افغان جهتونو تر منځ بین الافغاني مذاکرات روان دي.

دغه مذاکرات داسې مهال ادامه لري، چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په اساس له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او زرګونه امریکایي او ناټو عسکر خپلو هیوادونو ته ستانه شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ټولی ژمنی یی عملی کړی دا نن یی په ننګرهار پنځوس کسان شهیدان کړل د خپلو ځانمرګو په وسیله.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x