ټکنالوژي

د «ایفون ۱۲» راتلونکې موبایل ځینې افشا شوې ځانګړتیاوې او نرخونه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۱ تله، ۱۳۹۹ل): ځینې تخنیکي سایټونو د راتلونکې نوي ایفون (IPhone 12) ځیرک موبایل ځینې ځانګړتیاوې او هغه نرخونه چې په امریکا کې به بازار ته وړاندې شي په ډاګه کړي دي.

د موبایلونو ځانګړتیا ښودنې مشهوره ویبپاڼه GSMArena د ځینو سرچینو په حواله وایي چې د ایفون راتلونکی تر ټولو ګران بیه موبایل به امریکا کې تر ۱۳۹۹ امریکایي ډالرو بازار ته وړاندې شي.

سرچینې زیاتوي، ایپل شرکت به د روانې اکتوبر میاشتې په جریان کې د نوي ایفون موبایلونو څخه پرده پورته کړي، چې په دې کې به ایفون ۱۲ میني (IPhone 12 mini) موبایل هم وي، چې ارزانه په بېلا بېلو نسخو به وړاندې شي.

د ایفون ۱۲ میني موبایل چې ۵.۴ انچه سکرین سره اټکل شوی،  ۶۴ جي بي حافظه لرونکی به یې ۶۴۹ ډالره بیه ولري، د ۱۲۸ جي بي حافظه لرونکې نسخه به ۶۹۹ او د ۲۵۶ جي بي حافظه لرونکې نسخه به ۷۹۹ ډالره بیه ولري. دا موبایل به د ایفون ۱۱ پرو ته ورته وي کوم چې ۵.۸ انچه ډيسپلی درلوده.

د راپورونو په وینا د ایفون ۱۲ منظمې نسخې نرخ په امریکایي بازار کې د ۷۴۹ او ۸۹۹ ډالرو ترمنځ اټکل شوی، د ایفون ۱۲ پرو موبایل چې ۱۲۸، ۲۵۶ او ۵۱۲ جي بي حافظه ورکړل شوې د ۹۹۹، ۱۰۹۹ او ۱۲۹۹ ډالره بیه ښودل شوې، دغه راز د ایفون ۱۲ پرو مکس بیه چې ۶.۷ انچه سکرین به لري د ۱۲۸، ۲۵۶ او ۵۱۲ جي بي حافظې سره یې نرخ ۱۰۹۹، ۱۱۹۹ او ۱۳۹۹ ډالره اټکل شوی دی.

د افشا شوي معلوماتو له مخې د ایفون ۱۲ او ایفون ۱۲ پرو ځیرک موبایل به ۶.۱ انچه سکرین او د ایفون ۱۲ پرو مکس به ۶.۷ انچه ستر سکرین ولري.

ددې سربېره یاد ټول وړاندې شوي موبایلونه به OLED ډیسپلی او د فایو جي 5G ملاتړ ولري.

تمه ده ایپل د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۳مه نېټه د خپل کلني کانفرانس له مخې د ایفون نوي موبایلونو څخه رسما پرده پورته کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x