افغانستان

پکتیکا ته د اشرف غني سفر جنجالي شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ تله، ۱۳۹۹ل): پکتیکا ولایت ته د کابل حکومت د مشر اشرف غني او د هغه د مرستیال امرالله صالح سفر د خبریالانو او ولایتي شورا وکیلانو لخوا وننګول شو.

د ولایتي شورا غړی افسر سلیمان خیل ادعا کوي چې د ولایت په مقام کې د اشرف غني غونډې ته د هغه د ساتونکو لخوا نه دی پرېښودل شوی.

سلیمان خیل دغه راز ادعا کوي چې د هغه ځینې سیاسي مخالفین هڅه کوي چې په سیاسي ناستو کې د هغه د ګډون مخنیوی وکړي، ځکه خو یې د اعتراض په توګه خپله خوله هم تړلې ده.

ددې ترڅنګ د پکتیکا ولایت سیمه ییزو خبریالانو هم د یوې خبري ناستې پرمهال ویلي، چې د اشرف غني ساتونکو هغوی غونډې ته له ورتګ څخه منع کړي دي.

خبریالان وايي، د غني ساتونکو ورته ویلي که غونډې ته د میلمنو په حیث ورتګ غواړي اجازه ورکوي، لیکن د خبریالانو په توګه به اجازه ورنه کړي چې په غونډه کې برخه واخلي.

معترضو خبریالانو خبرداری ورکړ، که د غونډې تالار ته د ننوتلو اجازه ورنه کړل شي، نو د اعتراض په دود به د پکتیکا ولایت څلور لارې ته راووزي.

خو د کابل حکومت مشر ډاکټر غني ویاند صدیق صدیقي وايي، چې د ولسمشر د سفر او غونډو تنظیمول د ولایتي ادارې مسئولیت دی، دوی په کې مداخله نه کوي.

پکتیکا ولایت ته د ډاکټر اشرف غني سفر په داسې مهال جنجالي کیږي، چې تردې وړاندې د ننګرهار او کندهار په ګډون ګڼ شمېر ولایاتو ته د سفر پرمهال ډاکټر غني او د هغه ساتونکي د خلکو لخوا په دې تورن شوي وو، چې په جلسو کې یوازې «چاپلوسانو» او غوړه مالانو ته د ګډون اجازه ورکوي او د ولس «رېښتیني» استازي له ګډون څخه منع کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx