
مشهور مسلمان فوټبالر «سادیو مانی» په کرونا اخته شوی
نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ تله، ۱۳۹۹ل): د لیورپلو لوبډلې مخکښ مسلمان لوبغاړی سادیو مانی په کرونا ویروس اخته شوی دی.
د انګلستاني کلب سترې لوبډلې لیورپول د نوموړي په کوویډ-۱۹ د اخته کېدو خبر ورکړی او زیاته کړې یې ده: «د سادیو مانی د کوویډ-۱۹ معاینات مثبت دي او هغه خپل ځان قرنطین کړی تر څو اړونده لارښوونې عملي کړي».
Sadio Mane has tested positive for COVID-19 and is currently self-isolating according to the necessary guidelines.
— Liverpool FC (@LFC) October 2, 2020
سادیو مانی د لیورپول لوبډلې یو له مهمو لوبغاړو څخه دی چې په ۲۰۱۹م کال کې یې د اروپا اتلانو لیګ جام خپلولو کې مهم رول ولوباوه.
هغه د لیورپول لوبډلې یوازینی لوبغاړی نه دی چې په کرونا اخته کیږي، بلکې یاد کلب څه موده وړاندې د تیاګو الکانترا په کرونا د اخته کېدو خبر هم ورکړی و.
ځینو رسنیو په تېر اګست میاشت کې خبر ورکړی و چې د پریمیئر لیګ یو شمېر لوبغاړي په اسټریا کې په دغه ویروس اخته شوي دي.
باید وویل شي چې د روان کال له مارچ میاشتې تر جون میاشتې پورې د نړۍ په شاوخوا کې د کرونا وبا د خپریدو مخنیوي په خاطر ټول سپورتي فعالیتونه ځنډیدلي وو.