افغانستان

ملګري ملتونه: ۷۳ سلنه افغانان له سختو مالي ستونزو سره مخ دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ تله، ۱۳۹۹ل): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره «یو اېن ډي پي» وایي، کرونا وبا د افغانستان اقتصادي وده د سیمې په کچه زیانمنه کړې او د فقر تر کرښه لاندې افغانانو شمېر یې په بې ساري ډول لوړ کړی.

د یادې ادارې له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي، چې د کرونا له امله د خلګو مالي ستونزو زیاتې شوې، د بېوزلۍ کچه ۱۷ سلنه لوړه شوې او نږدې ۷۳ سلنه افغانان له سختو مالي ستونزو سره مخ دي.

راپور کې زیاته شوې، چې د کرونا د افغانستان په اقتصادي پروګرامونو باندې ژور اغېز کړی، چې له امله یې افغانستان په نړۍ کې د سوداګرۍ په کچه د تر ټولو لوېدلي هیواد ځای ته ښکته شوی.

د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې پر حکومت غږ کړی، چې د روان حالت د بیرته عادي کولو لپاره لاس په کار شي او تر څنګ یې وړاندیز کړی، چې د کرونا له دوهمې احتمالي څپې سره د مبارزې په موخه پنځلس سلنه بودیجه ځانګړې کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې استازي «عبدالله الدرداري» ویلي « د یو این ډي پي په دې راپور کې د وضعیت کابو کولو لپاره ځينې وړاندیزونه کړي، زمونږ په اند په ګمرکونو کې باید په وارداتو مالیه لوړه شي، د بزګرانو له تولیداتو پنځه سلنه اقتصادي ودې ته ځانګړي شي، مونږ په صادراتو په ځانګړي ډول په کاني سکتور د شاوخوا دېرش سلنې مالیې لوړیدو وړاندیز کړی او په ټوله کې دا چې حکومت له فساد سره مبارزه وکړي او سیمه ییزه نښلیدا او سوداګري ښه یقیني او خوندي کړي.»

دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې د کابل د عامې روغتیا وزارت وایي، چې نږدې ۳۳ زره تنه په کرونا اخته دي چې له ډلې یې ۱۵۰۰ تنه مړه شوي.

یاد وزارت  ددې تر څنګ وړاندوینه کوي، چې ښایي د کرونا دوهمه څپه هم راوګرځي؛ نو چمتووالی باید ورته ونیول شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نعمت الله

السلام علیکم دروغ میگوید که کرونا سبب فقر مردم شده بلکه ترویج سیستم مالیاتی غربی پیاده ساختن نظام شهر نشینی و از بین بردن نظام زنده گی مردم اطراف و کشاندن آنها به شهر ها برای مصرف مواد تولید شده کارخانه های خارجی این بحران را بوجود آورده. ناکامی دولت در مهیا نمودن ایجاد شغل جدید و نگهداشت وحمایه سکتور خصوصی تاجران و کسبه کاران و صنعت کاران و پلان های ضد این بخش سبب شده که ۹۰ ٪ از مردم بیکار شوند وعده جنابعالیان که ایجاد یک میلیون کار هم که بوقوع نه پیوست بلکه سه میلیون بیکار دیگر… نور لوستل »

طوطی

ګپ است از شکم تان میزنید. مردم را کیها مجبور ساخته که به شهر ها بریزند حکومت و یا طالب؟ مردمی بی فرهنګ که به شهر ها آمده اند و آداب شهر نشینی را هم یاد ندارند تمامی آن کسانی هستند که از ظلم و وحشت طالبان به شهر آمده اند. آیا طالبان حد اقل ۱٪ زمینه ای کار را در ساحات خود بمردم مهیا ساخته است؟ مسؤلیت باید بدوش همه باشد در قبال مردم نه تنها حکومت. حکومت با کی بچنګد، داعش، طالب، مخالیفین داخلی… سبب بدبختی در قدم اول طالبان هستند که صلح نمیکنند. آنها با فامیل های… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x