افغانستانسولې اړوند خبرونه

عبدالله عبدالله د افغان سولې په اړه د بحثونو په موخه هند ته ځي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ تله، ۱۳۹۹ل): د هندي رسنیو د راپورونو په اساس د کابل حکومت د پخلاینې عالي شورا مشر «عبدالله عبدالله» د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ هند ته ځي او د یاد هیواد له لوړ پوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه غږېږي.

د انډیا ټوډې ورځپاڼې د راپور په اساس، عبدالله به دوې ورځې وروسته د روانې میلادي میاشتې په شپږمه نېته د یوه پلاوي په ملتیا دهلي ته ولاړ شي، هلته به له ځایي چارواکو سره د افغانستان د سولې پروسې په اړه خبرې وکړي او هغوی به له بین الافغاني مذاکراتو څخه ملاتړ ته راوبولي.

د پخلاینې عالي شورا د مشر په حیث د عبدالله عبدالله لومړی سفر دی چې هند ته یې کوي.

نوموړی څو ورځې وړاندې اسلام اباد ته په یوه درې ورځني سفر تللی و، او هلته یې د پاکستان له ولسمشر، لومړي وزیر، پوځ مشر او نورو چارواکو سره د افغان سولې په تړاو بحثونه کړي وو.

سیمې ته د عبدالله عبدالله سفرونه داسې مهال دي، چې په دوحه کې د افغانستان د سولې په اړه د طالبانو او افغان جهتونو تر منځ خبرې روانې دي او داسې ویل کېږي، چې ځیني مسایل د دواړو لورو تر منځ لانجمن شوي چې له امله یې د دریو اوونیو په تېرېدو لا هم د ناستو د طرزالعمل په اړه توافق نه دی شوی.

بل لور ته د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د عبدالله عبدالله له سفرونو ناخوښ ښکاري او د سولې پروسې جلو له خپله لاسه وتلی بولي.

ویل کېږي، غني پاکستان ته د عبدالله عبدالله په سفر ناخوښ وو او په غبرګون کې يې د پاکستان لومړي وزیر «عمران خان» ته د کابل د سفر بلنه ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x